له ۲۰۰۸ څخه تر دې دمه په آیپياېل کې ۱۴ ځلې لوبډلې په سوپر اوور کې مخ شوي دي.
لومړی ځل سوپر اوور په ۲۰۰۹ کې د کلکته نایټ رایډرز او راجستان رایلز ترمنځ ترسره شو.
په دې اوور کې راجستان، کلکتې ته ماته ورکړه او لوبه یې وګټله، دا لوبه د افریقا په کېپټاون ښارکې ترسره شوې وه.
۲۰۱۰ کې د کېنګز ایلیون پنجاب او د چینای سوپرکېنګز ترمنځ سوپر اوور د هند په چینای ایالت کې ترسره شو، چې پنجاب لوبډلې دا لوبه وګټله.
۲۰۱۳ کې د بنګلور او ډیلي ترمنځ سوپر اوور په بنګلور ښار کې ترسره شو، چې بنګلور لوبډلې سوپر اوور وګاټه.
۲۰۱۳ کې د بنګلور او حیدراباد ترمنځ هم په حیدراباد ښار کې سوپر اوور ترسره شو، چې حیدراباد وګاټه.
۲۰۱۴ کې د اپرېل په ۲۹ مه د کلکتې او راجستان ترمنځ سوپر اوور ترسره شو، چې لوبه په دوبۍ کې وه او راجستان یو ځل بیا کلکتې ته ماته ورکړه.
د ۲۰۱۵ د اپرېل په ۲۱ مه د پنجاب او راجستان ترمنځ سوپر اوور په احمد اباد ښار کې ترسره شو، چې پنجاب پکې بریا خپله کړه او دا دویم سوپر اوور و، چې دې لوبډلې وګاټه.
۲۰۱۷ کې د اپرېل په ۲۹ مه د ممبيي او ګوجرات لاینز ترمنځ سوپر اوور په راجکوټ ښار کې ترسره شو، چې ممبيي لوبه وګټله.
۲۰۱۹ کې د مارچ په ۳۰ مه د ډیلي او کلکتې ترمنځ سوپر اوور په ډیلي ښار کې وشو، چې ډیلي وګاټه.
د ۲۰۱۹ د مې په دویمه نېټه د حیدراباد او ممبيي ترمنځ سوپر اوور وشو، چې ممبيي وګاټه او لوبه هم ممبيي ښار کې وه.
د ۲۰۲۰ د سپټمبر په ۲۰ مه په دوبۍ کې د ډیلي او پنجاب ترمنځ لوبه وشوه، چې ډیلي وګټله.
۲۰۲۰ کې د سپټمبر په ۲۹ مه د بنګلور او ممبيي ترمنځ دوبۍ کې سوپر اوور ترسره شو، چې بنګلور پکې بریا خپله کړه.
۲۰۲۰ کې د اکټوبر په ۱۸ مه په دوبۍ کې د حیدراباد او کلکتې ترمنځ سوپر اوور ترسره شو، چې کلکتې وګاټه.
۲۰۲۰ کې د اکټوبر په ۱۸ مه د ممبيي او پنجاب ترمنځ دوبۍ کې سوپر اوور ترسره شو، چې پنجاب وګاټه.
۲۰۲۱ کې د اپرېل په ۲۵ مه د حیدراباد او ډیلي ترمنځ سوپر اوور په چینای ښار کې ترسره شو، چې ډیلي وګاټه.
حیدراباد په پنځه سوپر اورونو کې یواځې یو ګټلی او څلور یې بایللي دي.