متحده عربي آمارات: IPL کې ۵۰ سلنه نندارچیانو ته زمینه برابروو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه:محمدصابر حمیدي

د متحده عربي آماراتو کرکټ بورډ وايي، چې هڅه کوو د آی پي ایل په سیالیو کې ۳۰ او یا هم ۵۰ سلنه نندارچیانو ته په لوبغالي کې د شتون زمینه برابره کړو.
د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ چارواکو ویلي، چې یو ځلې له هند کرکټ بورډ څخه تایید ترلاسه کړو، له هغه وروسته دا هڅې پيلوو، چې په لوبغالي کي نندارچیانو ته له نژدې د لوبو لیدلو زمینه برابره کړو.
د دوی په خبره، چې په متحده عربي اماراتو کې کورونا ویروس دومره ندی خپور شوی، نو هرو مرو به لوبغالي کې نندارچیانو ته اجازه ورکړي.
یاران uncategorized 995 متحده عربي آمارات: IPL کې ۵۰ سلنه نندارچیانو ته زمینه برابروو
د تازه ریپوټونو په اساس د هندوستان د کورنیو تجارتي سیالیو ۱۳م پړاو د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پيلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۸مې نېټې پوري به دوام وکړي.
دا لیګ سږ کال د هند په ځای متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
یاران uncategorized 1000 متحده عربي آمارات: IPL کې ۵۰ سلنه نندارچیانو ته زمینه برابروو
دا ځکه چې په هندوستان کې کورونا ویروس مخ په پراخېدو دی.
په متحده عربي اماراتو کې د هند کورنیو سیالیو ترسره کول نوې خبره نده؛ بلکې تر دې مخکې په ۲۰۱۴م کې هم یو ځلې آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی او د دې ترڅنګ په ۲۰۰۹م کې بیا هند کې د عمومي ټاکنو له امله سویلي افریقا کې ترسره شوی.
د نړیوال جام او اسیا جام تر ځنډېدلو راوروسته اوس د ټولو کرکټرانو او مینوالو سترګې IPL ته دي.