د راپورونو له مخې په هند کرکټ بورډ کې د کنټرول څانګې مسئولینو په آی پي ایل سیالیو کې ټولو ګډونوالو اته واړه لوبډلو ته جدي خبرداری ورکړی، ترڅو سبا شنبې ته د خپلو لوبډلو وروستي سکواډونه ورسره شریک کړي.
دې ادارې ویلې، ددې کار څخه یې موخه د آی پي ایل پاتې لوبو ته ژر تر ژره چمتوالی نیول دي، خو د لوبډلو مشرانو ددې خبرداري په اړه اندېښنه ښوودلې.
د لوبډلو مالکان وایي، لا یې هم د ځینو مشهورو بهرنیو لوبغاړو سره د لوبېدو او نه لوبېدو په اړه خبرې نه دي وروستۍ شوي او د ځینو لوبغاړو تائیدۍ ته لا هم انتظار کوي.
د هند IPL سیالیو څوارلسم پړاو
د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې وځنډېدې.
ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې وه، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی و، چې له هر ډول ستونزو پرته به د ټولو سیالیو کوربتوب وکړي.
خو د هند کرکټ بورډ مسئولینو تر ناستي وروسته رسمي پرېکړه وکړه، ترڅو د آی پي ایل لیګ پاتې ۳۱ لوبې به په متحده عربي اماراتو کې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له ۱۹مي بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۵مي نېټې پوري ترسره شي.
ددې لیګ د پاته لوبو تازه اعلان شوی مهالوېش
د هند آی پي ایل ځنډېدلې سیالۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه بیرته پیلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې به، چې د ټورنمنټ ۳۰مه لوبه کیږي، چینای سوپرکینګز د ممبي انډینز لوبډلې پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته سي.
دا لوبه د متحده عربي اماراتو په دُبۍ ښار کې ترسره کیږي.
تر ۲۹ سیالیو کولو وروسته د IPL جدول
۱ـ ډهلي کپیټلز؛ ۸ سیالۍ، ۶ یې ګټلې، ۱۲ نمرې لري.
۲ـ چینای سوپرکینګز؛ ۷ سیالۍ، ۵ یې ګټلې، ۱۰ نمرې لري.
۳ـ رویال چلینجرز بنګلور؛ ۷ سیالۍ، ۵ یې ګټلې، ۱۰ نمرې لري.
۴ـ ممبي انډینز؛ ۷ سیالۍ، ۴ یې ګټلې، ۸ نمرې لري.
۵ـ راجستان رویالز؛ ۷ سیالۍ، ۳ یې ګټلې، ۶ نمرې لري.
۶ـ پنجاب کینګز؛ ۸ سیالۍ، ۳ یې ګټلې، ۶ نمرې لري.
۷ـ کلکته نایټ رایډرز؛ ۷ سیالۍ، ۲ یې ګټلې، ۴ نمرې لري.
۸ـ سنرایزر حیدراباد؛ ۷ سیالۍ، ۱ یې ګټلې، ۲ نمرې لري.