آی پي اېل کې د دوو نوو ټیمونو په اړه غونډه کېږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هندوستان کرکټ بورډ په پام کې لري، چې د آی پي اېل کرکټ لیګ لوبډلې له اتو څخه لسو ته پورته کړي.
یاد کرکټ بورډ د روانې ډېسمبر میاشتې په ۲۴ مه نېټه په دې اړه ناسته کوي او په دې ناسته کې به د  دوو نوو لوبډلو د ګډون په اړه غور او پرېکړه وشي.
هندي رسنیو د کرکټ بورډ یوه خبرپاڼه ترلاسه کړې، چې د لوبډلو په اړه پکې د بحث نېټه لیکل شوې ده.
د کرکټ بورډ دغه خبرپاڼه د هندوستان د کرکټ بورډ غړي جی شاه لخوا لاسلیک شوې ده او ځایي کرکټ بورډونو ته لیږل شوې ده.
د دوو لوبډلو په تړاو به د آی پي اېل د چارواکو رایې هم واخېستل شي او ښایي راتلونکي کال کې لس لوبډلې د هندوستان په لیګ کې ولوبېږي.
۲۰۱۹ کې هم د لسو لوبډلو خبره شوې وه، چې دوه نورې لوبډلې به د آی پي اېل لوبډلو سره ورجمع کېږي او ټولې لوبډلې به لسو ته رسېږي.
په دې اړه هوکړه شوې وه؛ خو د ۲۰۲۰ په لړ کې د کرونا ویروس هغه څه و، چې مالي ستونزې یې جوړې کړې؛ نو د دوه لوبډلو خبره هم پاتې شوه.

د هندوستان کرکټ بورډ او د ښځينه آی پي اېل هڅې

دا چې د اسټرالیا کرکټ بورډ د ښځينه بېګ باش لیګ پیل کړی او سږ کال یې پنځم پړاو ترسره کړ؛ نو د هندوستان کرکټ بورډ هم وعداره دی، چې د ښځو لپاره د آی پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې ایجاد کړي.
دوی په ۲۰۱۹ کې یو لنډ لیګ د ۴ لوبډلو په ګډون ترسره کړ او سږ کال یې هم په دوبۍ کې د درې لوبډلو ترمنځ شپږ لوبې وکړې.

هندوستان ولې کرکټ ته ډېره توجه کوي؟

په هندوستان کې کرکټ ته د مذهب په سترګه کتل کېږي، په دې هېواد کې سر و کال کرکټ جریان لري، رنجي ټرافي، سېد مشتاق علي، دیودر ټرافي، اېن کی پي سالف چلېنجر ټرافي، ویجی هزاری ټرافي، بي سي سي آی کارپورېټ ټرافي، آی پي اېل، اېنټر سټېټ ټي ټوېنټي چمپیئن شېپ، وینو منکد ټرافي، یوت کمپيټېشن، ښځينه وو کورنی کرکټ، کرناټاکا لیګ، ټامیل ناډو، اودېشا پرېمېئر لیګ، ټېلانګانا سکولز پرېمېئرلیګ او ګڼې نورې لوبې په هندوستان کې ترسره کېږي.
نو هندوستان ستر کرکټ کېږي او له دغه ګڼ نفوسه هېواد څخه شل یوه پنځلس کسیزه لوبډله د ملي ټیم لپاره او ځېنې نور بیا د ښځو، الف، ایمرجېنګ، له نولس کلونو ښکته لوبډلو لپاره نیسي.
نو د دې لپاره چې دوی له لسګونه میلیونونو نفوس څخه یوه ښه لوبډله جوړه کړي، نو هغه لوبغاړي اخلي، چې سرو کال یې کرکټ کړی او دغه کرکټ کې یې اغېز ښودلی وي.
دوی ځکه کرکټ ته ډېره توجه کوي، چې ډېره ګټه هم د کرکټ له لارې کوي او ډېری وختونه نړیوال جامونو کوربتوب کوي.