لیکنه: بهار سمسور
د ۲۰۱۹ کال هند غوره لیګ IPL یولسم پړاو د اته غوره لوبډلو تر منځ تر سره شو.
بیا هم پکې افغان لوبغاړو محمد نبي او راشد د سنرایزرز حیدراباد لپاره خو مجیب بیا د پنجاب لپاره لوبې تر سره کړې،چې د هرې لوبډلې تر منځ دوه،دوه لوبې وشوې؛یوه لوبه د یوې لوبډلې او بله لوبه د بلې لوبډلې په کوربه توب تر سره شوې.
د تېر په تعقیب د هندي ملي کپتان ویرات کوهلي اړوند رایل چیلېنجر بینګلور بیا هم تر ټولو وروسته پاتې لوبډله وه چې پرله پسې ماتې یې وخوړې،خو دا ځل هند غوره لیګ کې له ځوانو لوبغاړو جوړه ډیلي لوبډله چې پخوا ډیلي ډریډوېلز وه خو دا فصل یې نوم تغیر موندلی و او د ډیلي کپیټل په نوم د ځوان لوبغاړي شریس ایر تر مشرۍ لاندې تر دوهم پړاو هم راورسیده.
خو د افغان لوبغاړي مجیب لوبډله چې د فلمي ستورې پريټي زینټا په پیسو چلیږي پنجاب د کمزوري کپتان او ضعیفو لوبو له وجهې له دوهم پړاو پاتې شوه.
بل خوا د دوه نورو افغان لوبغاړو محمد نبی او راشد خان لوبډله سنرایزرز حیدراباد چې ځای،ځای یې ښې لوبې کولې ولې په وروستیو لوبو کې څنګه چې د دوه بهرنیو لوبغاړو ډېوېډ وارنر او جانی بیسټو د اوپننګ پر مټ ښه چلیدلې وه؛دوی ترې نړیوال جام ته د تیاریو پر هدف لار جلا او له خپلو ملي لوبډلو سره یو ځای شول،د حیدراباد لوبډله که څه هم محمد نبی ته پکې د لوبیدو چانس زیات شو او لوبې یې هم د پام وړ وې خو په وروستیو لوبو کې چې دوهم پړاو پلې افس ته یې تګ ته د لوبو ګټل بیخي مهم شول حیدراباد هم یو څه شا ته حرکت وکړ.
کله چې د لیګ وروستۍ لوبه د ممبۍ او کلکتې تر منځ تر سره کیده،دغه لوبه د ممبۍ لپاره د لومړي مقام ته رسیدو لپاره مهمه وه،خو د ممبۍ په ګټه کې د حیدراباد هم خیر دا و چې ورسره دوهم مقام ته تللو چانس یې ورکاو؛چې ممبۍ د کلکتې په ماتولو ځان د نمره بندۍ په لېست کې سر ته ورساو او هم یې حیدراباد له ځانه سره په اوبو پورې کړ او د څلورمې لوبډلې په توګه یې دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه.
دوهم پړاو ته ممبۍ، چنای، ډیلي او حیدراباد لار پیدا کړه،چې کلکته،پنجاب،راجستان او بنګلور له دوهم پړاو پاتې او خپلو کورونو ته رخصت کړل شوې.
په دوهم پړاو کې د لومړي او دوهم مقام لوبډلې ممبۍ او چنای په لومړۍ کوالیفایر لوبه کې په چنای کې سره مخ شوې؛دلته په چنای باندې د تېر تاریخ د ممبۍ د سیوري غوړیدو اغېز او هم دا چې دوه ځلې یې په روان فصل لیګ لوبو کې په ممبۍ او بیا په چنای کې په چنای سر ګرځولی و اغېز لا هم پروت و او په لومړي کوالیفای کې ممبۍ چنای ته د دریم ځل لپاره هم ماتې ورکړه؛ چې په دې توګه ممبۍ پای لوبې ته لاره پیدا کړه او چنای د حیدراباد او ډیلي لوبې ته انتظار پاتې شو.
د ډیلي او حیدراباد تر منځ لوبه خوندوره او دوه اړخیزه وه ولې پای یې د ځوان ریشاب پانټ د چټکې او ګرمې لوې پر مټ د ډیلي په ګټې سره و.
دلته نو حیدراباد هم په ډیلي کې مات شو، خو د ډیلي ځوانانو ته یو بل سخت پړاو هم پاتې و چې د اېم اېس دوني تر رهبرۍ لاندې چنای سره کوالیفایر لوبه کې مخ شول.
چنای ډیلي ته په یو اړخیزې لوبې سره ماتې ورکړه؛ چنای د ای پي اېل د تاریخ نهم ځل لپاره پای لوبې ته لار پیدا کړه.
تر ټولو د ډاډ وړ دا ده چې ډیلي له ځوانانو مشتمله ډله دوهم پړاو ته ورسیده چې دا ورته له ویاړ ډکه خبره هم وه.
خو خبره د ټورنمېنټ د پیاوړو لوبډلو ممبۍ او چنای تر منځ روانه وه.
په لیګ لوبو کې ماته شوې او په لومړي کوالیفای کې ماته شوې چنای ممبۍ ته پاې لوبې ته هم راروسیده.
وېره دا وه چې دوني په پای لوبه کې غچ اخلي،دوهمه خبره دا چې ممبۍ پرله پسې درۍ ځلې چنای ته په همدې فصل کې ماتې ورکړې وه او د څلورم ځل لپاره یې ماتول روزونکو او خاص کر روهیت شرما ته نوی پلان او نوی کار کول و.
د نبي او راشد په کورني لوبغالي حیدراباد کې د زرګونه کتونکو په مخ کې د ممبۍ او چنای تر منځ د پای لوبې ټاس وویشتل شو چې دلته د ممبۍ لوبډل مشر روهیت د لوبې ټاس وګاټه، فکر داسې کیده چې ممبۍ به لومړۍ توپ اچونه غوره کړي؛ ولې روهیت او ډیکاک توپ وهنې ته راغلل.
د دوی پلان برید و او لوړ هدف پر سکوربورډ لیکل و دا ځکه چې د لوبې تر دریم اور چې د چنای له لوري شریدل ټاکور او چهر اټېک بالران و ممبۍ څلور شپږیزې ووهلې چې یوه یې کپتان روهیت شرما او درۍ هغه یې ډیکاک تر لاسه کړې وې.
خو د بېټېنګ پاور بلې په لړ او څلورم اور کې ډیکاک خو پنځم اور کې کپتان روهیت شرما میدان پرېښوده.
دلته د ممبۍ د توپ وهنې سراعت کم شو او سوریا کمار یادوف او ایشن کیشان سلو مخکې ولاړل اما یو وخت چې لسم اور و د ممبۍ څلور لوبغاړي وسوځیدل او ۶۸ منډې یې درلودلې.
کرنال بنډیا هم ژر میدان پرېښود هارډېک او کیرن پولارد سره یو ځای مخکې ولاړل،خو هارډیک د پولارد ملګرتیا تر یوې هالیکپټر شپږې وروسته پرېښوده.
خو پلارد مجبور و چې لوبه ختمونکی شي او تر پایه ولاړ شي؛همداسې یې وکړل په وروستي اور کې یې د خپل هم وطنه او نیږدې ملګري ډي جي براوو خلاف دوه څلوریزې تر لاسه کړې او ممبۍ په مجموع شکل ۱۴۹ منډې جوړې او ۱۵۰ هدف یې چنای ته د پای په لوبه کې پرېښود.
د چنای لپاره ټاکور،چهر او هم عمران طاهر د ممبۍ ویکټې په مهمو وختونو کې واخیستې.
کله چې د چنای اوپنرانو اسټرالیاوي شین واټسن او افریقایی ډوپلیسي توپ وهنه پیل کړه لومړی سلو ولاړل خو د تېرو لوبو خلاف ډوپلیسي په څلور اور کې د کرنال پنيا خلاف ګرمه لوبه پیل کړه او تر برید لاندې یې راوست اما د دغه اور پای د ډوپلیسي پاولین ته په رخصت و چې تر نیمه سلیزې مخکې د چنای اوپنېنګ مات کړل شو.
د راینا او واټسن ملګرتیا روانه وه خو رینا هم په مهم ځای کې ویکټ بایلوده.
ورپسې ځوان امبیتي رېډو ژر رخصت شو او لوبډل مشر اېم اېس دوني ته نوبت ورغی.
تر دې بریده اوپنر شین واټسن ولاړ و او د اړتیا وړ رنز رېټ سره لوبیده،خو تر ټولو سخته ضربه د دوني رن اوټ کیدلو چنای ته ورسوله؛دی په مېډ اف کې د ځوان ایشن کیشان په ترو رن اوټ شو.
اوس نو ممبۍ او روهیت ته لوبه شپیته فصده لاس ته ورغلې وه.
خو د لوبې ۱۶ او ورپسې ۱۷ اور چې د واټسن او براو خلاف مالینګا او کرنال تر سره کړل د چنای لپاره د منډو ډک اورونه ول.
دواړه یې سخت وټکول او فکر داسې کیده چې چنای به په نولسم اور کې ځان هدف ته ورسوي.
دلته چې د هندۍ ملي لوبډلې چټک او پیاوړی توپ اچونکی جیسټ بریټ بومرا هر اور ته راته د چنای لپاره سر خوږی جوړیده.
براو یې په نولسم اور کې رخصت کړ خو د چنای لپاره د وخت تکړه لوبغاړی راوندرا جډیجا د واټسن ملګرۍ ته راغی.
بومرا ښه اور وکړ خو د نولسم اور په وروستي توپ د ډیکاک له ګلوسونو د بومرا ۱۴۴ سپیډ سره ګزار شوی توپ بای څلوریزه شوه.
اوس نو شلم اور ته ۹ منډې پاتې وې،د چنای لپاره واټسن او جدیجا توپ وهونکي و.
ملینګا چې تر دې مخکې خپل په دریم اور کې یې تر شلو پورې منډې هم ورکړې وې وروستي اور ته له زیات بحث وروسته انتخاب شو.
لومړی بهترین یارکر یې واټن وارخطا او دوه منډو ته مجبور کړ.
خو په همدې اور کې د کرنال بنډیا چټک فیلډېنګ سره واټسن په ۷۴ منډو رن اوټ شو او اوس نو ممبۍ د ملینګا یو دوه بهترین یارکرو ته اړتیا درلودله.
شردیل ټاکور توپ وهنې ته راغی او په نان سټراک باندې جدیجا ولاړ و.
ټاکور د اور په پنځم لو پولټاس (لاندې) توپ سره سکوایر لېګ کې دوه منډې جوړې کړې او د چنای لپاره په وروستي توپ د اتلوالۍ لپاره دوه منډې اړتیا وه.
ملینګا بهترین یارکر او سلو توپ سره ټاکور اېل بي ډبلیو کړ او ممبۍ د څلورم ځل لپاره د هند غوره لیګ اتلوالي د ځان په نوم کړه.
دا د ممبۍ لپاره څلورم ځل پای لوبې ته تګ و او څلورم ځل ممبۍ پای لوبه وګټله.
ممبۍ په یولس ای پي اېل پړاونو کې د مې میاشتې په ۱۲ تاریخ هیڅ ماتې نه وه خوړلې ،چې بیګا هم همداسې وشول.
ممبۍ لپاره دا شلمه هغه لوبه وه چې په وروستي اور کې یې ګټي.
روهیت شرما یوازینی هغه کپتان شو چې لوبډله پای لوبې ته رسوي او اتلوالي هم ورکوي.
په فاینل لوبه کې د چنای لپاره د ممبۍ له خوا دا دریمه ماتې حساب شوه؛خو په روان فصل کې دا د ممبۍ له لوري چنای ته څلورم ځل ماتې وه.
د لوبې غوره لوبغاړی، جیسټ پرهیټ بومرا(ممبۍ)
ګېم چېنجر، راهل چاهر (ممبۍ)
د پای لوبې، سوپر سټرایکر فاپ ډوپلسي (چنای)
د فاینل لوبې،سوپر سټرایکر کیرن پولارد(ممبۍ)
ایمرجینګ پلېیر شوبمین ګېل (کلکته)
چټکه نیمه سلیزه جوړونکی هارډېک پنډیا (ممبۍ)
غوره کېچ اخیستونکی د دې سیزن کیرند پولارد (ممبۍ)
سوپر سټرایکر د دې فصل انډري رسل (کلکته)
د دې فصل سټایلېش لوبغاړی کیل راهل( پنجاب)
د پای لوبې ګېم چېنجر راهل چهر (ممبۍ)
د دې فصل زیاتې منډې جوړونکی ډېوډ وارنر چې ۶۹۲ مجموع منډې یې جوړې کړې دي. (حیدراباد)
زیاتې ویکټې اخیستونکی د دې فصل عمران طاهر ۲۶ ویکټې لري (چنای)
زیات والیبل پلیر انډري رسل ( کلکته)
دولس نیم کروړ هندۍ روپۍ فاینل ران اپ ټیم چنای سوپر کېنګز.
شل کروړه هندۍ روپۍ د فصل ګټونکي ټیم ممبۍ انډینز.
او کپ د څلورم ځل لپاره ممبۍ پورته کړ.
دې سره د اي پي اېل د ۵۹ لوبو داستان د ممبۍ په نوم پای ته ورسیده.