لیکنه: محمدصابر حمیدي
ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په چینای ښار کې ترسره شي.
دې لیګ په یوې خبرپاڼه کې ویلې، چې بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې، چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي دي.
خبرپاڼه کې راغلې، چې د یادو ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلې اته ګډونوالې لوبډلې یوازې ۶۱ لوبغاړي اخیستلای شي.
https://www.facebook.com/69553328633/posts/10158006747603634/
د هغه بهرنيو لوبغاړو شمېر، چې ددې لیګ بولي ته یې نوملیکنه کړې
۱- افغانستان، ۳۰ لوبغاړي.
۲- اسټرالیا، ۴۲ لوبغاړي.
۳- بنګله دېش، ۵ لوبغاړي.
۴- انګلستان، ۲۱ لوبغاړي.
۵- ایرلنډ، ۲ لوبغاړي.
۶- نیپال، ۸ لوبغاړي.
۷- ندرلینډ، ۱ لوبغاړی.
۸- نیوزیلنډ، ۲۹ لوبغاړي.
۹- سکاټلینډ، ۷ لوبغاړي.
۱۰- سویلي افریقا، ۳۸ لوبغاړي.
۱۱- سریلانکا، ۳۱ لوبغاړي.
۱۲- متحده عربي امارات، ۹ لوبغاړي.
۱۳- امریکا، ۲ لوبغاړي.
۱۴- ویسټ انډیز، ۵۶ لوبغاړي.
۱۵- زیمبابې، ۲ لوبغاړي.
دېرش افغان لوبغاړي به په داسي مهال بولي ته وړاندې شي، چې دوه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان د تېر کال په څېر یوځلې بیا خپلې لوبډلې سنرایزر حیدراباد له ځان سره ساتلي.