د کلکتې دوه لوبغاړي په کورنا اخته شوي؛ ننۍ لوبه وځنډول شوه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ټاکل شوې وه د هند آی پي ایل سیالیو ۳۰مه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ شوې وای، خو د کلکتې لوبډلې د دوو لوبغاړو په کورونا ویروس د اخته کېدو په خاطر دا لوبه وځنډول شوه.

د هند آی پي ایل ادارې له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل شوي، چې د کلکتې لوبډلې دوه لوبغاړي ورن چکرواتي او سنډیپ وریر په کورونا ویروس اخته شوي او پایله یې مثبته ختلې.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د نورو ټولو لوبغاړو د کورونا پایلې منفي دي او دا دوه لوبغاړي اوس له دوی ټولو جلا دي.

خبرپاڼه وايي په همدې موخه د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ د ننۍ ځنډول شوي لوبې په اړه وروستي جذیات نن ماپښين خپریږي.

 

په هند کې کورونا

 

لکه څنګه چې په هند کې د آی پي ایل سیالۍ روانې دي، ورسره جوخت کورونا وبا خورا په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده او د ریپوټونو په اسا هره ورځ ورسره څخه په سلګونه کسان مري.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د کورونا ویروس د مخنیوي په پار پر ټولو د مرسته کولو ږغ کړی.

په همدې موخه یو شمېر هیوادونو، د کرکټ لوبغاړو او ګڼو نورو کسانو د مرستې رسونې له صندوق مرستې کړې دي.

تر اوسه پوري ددې لیګ لوبغاړي په کورونا ویروس نه وه اخته شوي، خو اوس د دوو لوبغاړو به اخته کېدو راپورونه ورکول شوي.

 

کلکته نایټ رایډرز لوبډله

 

د هند آی پي ایل سیالیو په روان پړاو کې کلکتې لوبډلې تر اوسه پوري اووه سیالۍ ترسره کړې دي، چې له ډلې یې پنځه بایللې، خو دوې یې بیا ګټلې دي.

دا لوبډله اوس د جدول په اووم ځای کې شتون لري.

 

رویال چلینجرز بنګلور لوبډله

 

د هند آی پي ایل سیالیو په روان پړاو کې د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې تر دې دمه پوري اووه لوبې ترسره کړې دي، چې له ډلې یې ۵ ګټلې، خو دوې یې بیا بایللې دي.

دا لوبډله د جدول په درېیم ځای کې شتون لري.