انظمام الحق؛ د ټاکونکي ډلګۍ مشري زما لپاره سخته دنده وه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: بهار سمسور
د پاکستان کریکټ بورډ د لوبډلې انتخابونکی انظمام الحق، چې اونۍ مخکې یې له خپلې دې دندې استعفا ورکړه، وایي دا دنده یې د خپل کریکټ د تاریخ تر ټولو سخته،چیلینجي دوره وه.
انظمام الحق د خپل وراره چپ لاسي اوپنر امام الحق لوبډلې ته د راتګ داستان ته هم ښکاره دلایل وایي، چې ګني دا کار یې تره او وراره د اړیکې پر بنیاد نه، بلکې د ضرورت او استعداد له مخې کړی دی.
انظمام وایي:

«زه فکر کوم،که امام ښه کریکټر نه وی کړی، امکان یې نه درلوده،چې په لوبډله کې د زیات وخت لپاره پاتې شوی وی، ده کورنی ښه کریکټ وکړ، دندې ته زما تر راتګ وړاندې وړ کس و،چې لوبډله کې ځای ورکړل شي. دا حقیقت سر ته رسول زما لپاره سخت هم و.»

20190725_222917.jpg
سره له دې چې د انظمام له خوا انتخاب شوې پاکستانۍ کریکټ ملي لوبډلې نیږدې ۶۵ فیصده هر سفر بریالی درلوده، ولې د امام الحق په لوبولو زیاتره وخت د نوموړي تره انظمام تر انتقادونو لاندې راغلی.
دی همدې حالت ته په کتو وایي:

«د لوبډلې د ټاکلو دا دنده زما د کریکټ تر ټوله سخته او چیلېنجي دوره وه. ۲۳ کلن امام الحق یوازې لس ټېسټ او ۳۶ یو ورځینۍ لوبې د پاکستان لپاره کړي دي،خو په اعلی درجه پاکستاني لوبغاړو کې حسابیږي.»

پخوانی سلیکټر انظمام الحق خپله دا دنده بریالۍ ګڼي او له خپلو کړو پرېکړو دفاع کوي.
کله چې تېر نړیوال جام کې پاکستانۍ لوبډله لاندې ولاړه پر انظمام سختې نیوکې وشوې،خو دی یې ځواب داسې وایي:

«ما له بورډ سره خبرې وکړې،انګلستان ته ولاړم،هلته مې لوبغاړو سره ناسته وکړه،د لوبډلې مشکلات مې حل کړل او بیا لوبډلې مخکې حرکت وکړ.
په ټوله کې زموږ ستونزه یوازې د قسمت نه همکاري وه،کنه کوم خاص ستونزې مو نه درلودلې.»

images.jpeg.jpg
په نړیوال جام کې د پاکستان له اتم مقام اخیستو او له دوهم پړاو وړاندې کورته په ستنیدو پر لوبډله ټاکونکي انظمام، لوبډلمشر او مشر روزونکي توندې نیوکې راپیل شوې، چې انظمام یې د قرارداد بیا تازه کولو پر ځای استعفا ته مجبور کړ، خو یک شنبه او هم دوشنبه د لوبډلمشر د برخلیک ورځې هم دي، چې د مشر روزونکي اسټرالیاوي میکي ارتر لپاره به هم نوې ورځ وي.
انظمام الحق چې له دندې د استعفا یې اونۍ پوره کیږي وایي، نه شي کولی چې کریکټ پریږدي، دا ځکه چې کریکټ یې مینه ده.