نړیوال جام؛د یو ورځنیو لوبو پیاوړی توپ وهونکی رحمت شاه وپېژنئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

نړیوال جام ؛ د یو ورځنیو لوبو پیاوړی توپ وهونکی رحمت شاه وپېژنئ
لیکنه : عبدالله عادل
rahmat-shahjpg.jpg
رحمت شاه زرمتی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د ټسټ لوبو لوبډلمشر او د یو ورځنیو لوبو با اعتماد او تخنیکي لوبغاړی دی چي د توپ وهني په برخه کښي د افغان لوبډلي د ملا د تیر حیثیت لري.
رحمت شاه ښی لاسی ټوپ ارډر توپ وهونکی دی چي د توپ وهني تر څنګ په ښی لاس لیګ بریک توپ اچوونه هم ترسره کوي.
حاجي  رحمت شاه د ۱۹۹۳ کال د جولای پر ۶مه د افغانستان په پکتیا ولایت کښي زیږېدلی او دا مهال ۲۵ کلن دی.
هغه د افغانستان یو له هغو ۱۱ لوبغاړو څخه وو چي د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کي یې د هند خلاف د افغانستان په لومړۍ تاریخي ټسټ لوبه کښي ولوبېد.
د ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کښي د افغانستان کرکټ بورډ نوموړی د اصغرافغان پر ځای د ټسټ لوبو لوبډلمشر وټاکه .
رحمت شاه د افغانستان لپاره په فرسټ کلاس او نړیوالو یو ورځنیو لوبو کښي لوبېدلی هغه د افغانستان لپاره لیسټ اې(LIST A) کرکټ لوبي د پاکستان د اې لوبډلي  (PAK A)تر څنګ د نورو کورنیو لوبډلو خلاف هم ترسره کړي.
 
34360365314_6fe68d8c2c_b.jpg
کورنی کرکټ
زرمتي په کورني کرکټ کښي خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر پر ۱۲ په افغان شپږیزه کرکټ لیګ کښي د بندامیر لپاره ترسره کړه.
د ۲۰۱۸ کال په جولای کښي هغه په غازي امان الله خان یو ورځنیو لوبو کورني ټورنمینټ کښي د میس عینک لپاره ولوبېد او هلته ددې لوبډلي مخکښ توپ وهونکی وو چي په پنځو لوبو کښي یې ۲۵۸ منډي جوړي کړې ددې تر څنګ په همدغه سېالیو کښي د خپلي لوبډلي لپاره په اتو ویکیټو مخکښ توپ اچوونکی هم وو.
ټسټ لوبي
رحمت شاه د افغانستان لپاره خپله لومړۍ ټسټ لوبه د ۲۰۱۸ کال د جون پر ۱۴مه د هند هیواد خلاف ترسره کړې.
افغانستان تر اوسه یوازي ۲ ټسټ سېالۍ ترسره کړي او رحمت شاه په دغو دوو سېالیو کښي د دوو پنځوسیزو په مټ ۱۹۲ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو ډیري منډي ۹۸ دي .
rahmat-shah_1kp5mp0btwkpj1t8fa1lhthclx.jpg
یو ورځنۍ لوبي
رحمت شاه په نړیوال کرکټ کښي  د افغانستان لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۳ کال د مارچ پر ۶مه نېټه د سکاټلنډ خلاف ترسره کړې.
د ۲۰۱۶ کال د جولای پر ۴مه نېټه هغه د سکاټلنډ خلاف د یوورځنیو نړیوالو لوبو لومړۍ سلیزه جوړه کړه.
رحمت شاه تر اوسه د افغانستان لپاره په ۶۱ یو ورځنیو لوبو کشي ۲۰۰۱ منډي جوړي کړي چي یادو منډو کښي یې ۱۴ پنځوسیزي او ۴ سلیزي شاملي دي.
یوه لوبه کښي یې تر ټولو ډیري منډي ۱۱۴ دي ، اورېج یې ۳۶ او سټرایک رېټ یې ۷۰ دی .
هغه همدارنګه د توپ وهني تر څنګ د افغان لوبډلي لپاره په توپ اچوونه کښي ۱۳ ویکټي هم ترلاسه کړي چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو ښه توپ اچوونه د ۳۲ منډو په ورکولو سره د ۵ لوبغاړو سوځول دي.
۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام د انګلنډ په کوربتوب ترسره کیږي او د انګلنډ ویشتنځایونه تر ډېره توپ وهني ته جوړ دي ، د رحمت شاه د لوبېدو پوزیشن ډیر مهم او حساس دی نو پر دې اساس په توپ وهنه کښي به د نوموړي ښې کارکردګۍ ته زیاته اړتیا واوسي.