هندوستان وپېژنئ، دلته یې مهم معلومات را ټول شوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

هندوستان د نړۍ په کچه دویم او د اسیا په کچه لومړنی لوړ نفوس لرونکی هېواد دی.
دغه هېواد ۷۲ ملیتونه لري او په دې زیات مشهور دی، چې خلک یې یو بل زیات زغمي او ګوزاره سره کوي.
پېژندنه
هند په جنوبي اسیا کې پروت دی، پلازمېنه یې نوې ډیلي  نومیږي.
دا هېواد له شمال لویدیځ څخه پاکستان، شمال څخه چین، بوتان، نیپال او تیبت او شمال ختیځ نه د بنګله دېش ګاونډی دی.
د بمبيي بندر د هند ګڼ مېشتی ځای دی.
دا هېواد تر دېرشو زیات ښارونه لري، چې هر یو یې یو میلیون نه زیات نفوس لري.
بمبئيي، ډیلي، کلکته، مدرس، بنگلور، حیدرآباد، اگرا، میسور، جی‌پور، گوا، پونا، بوپال، تریواندروم، سورات او کانپور د هندوستان له مشهورو ښارونو څخه دي..
د هندوستان تاریخ له میلاد څخه نیږدې ۳ زره کاله مخکې دی.
په هندوستان کې سلګونه ژبې او زرګونه لهجې موجودې دي.
په دغه  هېواد کې پر هندي او انګریزي ژبو سربېره، چې اساسي قانون رسمي ژبې اعلان کړې، ۲۲ نورې ژبې هم رسمیت لري.
د هند پولي واحد روپیه  نومیږي، چې هندي پیسې هم ورته وایي.
بیرغ یې درې رنګه دی: زعفراني، سپین او شین.
د هند نفوس
د هندوستان ۷۲ سلنه خلک اریایي نژاده هندوان دي. ۲۵ سلنه یې اویدي او ۳ سلنه نور یې زېړ نژاد لري.
د یاد شوي هېواد زیات خلک لوستي دي.

په مذهبي لحاظ اکثره هندوستانیان هندیان او نور مسلمانان، بودایان دي.
هلته ۸۰،۵ سلنه خلک هندوان، ۱۳،۴ سلنه مسلمانان او نور د مختلفو نورو مذهبونو پیروان دي.
هندوستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې سیاحتي سیمې یې زیاتو خلکو خوښې کړي.
په دې برخه کې به یې یوه مهمه سیاحتي سیمه(تاج محل) در وپېژنو.
تاج محل
تاج محل په اګرا ښار کې دی. دا په نړۍ کې د مینې لپاره د جوړې شوې ډالۍ ترټولو لوړه بېلګه ده.
تاج محل د مغلي پاچا شاه جهان لخوا خپلې معشوقې ممتاز محل ته جوړ شوی او ډالۍ شوی و.
پر دغه محل په ۱۶۳۱ میلادي کال کار پيل شوی و. دا ماڼۍ د ۲۰ زرو کارګرو لخوا په ۲۲ کلونو کې جوړ شوی.
د نړۍ یوه مشهور سیاستوال ویلي: نړۍ پر دوه برخو وېشل شوې: هغوی چې تاج محل یې لیدلی، هغوی چې نه یې دی لیدلی.