ژباړه: بشر دروېش
له سیاستوالو سره ژورنالیستکه مرکه یو پېچلی هنر دی. د دغه کار لپاره لوړه انګېزه، پرځان باور، بشپړه خبرتیا او نور مهم ټکي اړین دي.
د دغو مرکو پروخت مهمه موضوع دا ده، چې مرکه کوونکی باید خپلو مخاطبینو ته غوره او ډېر معلومات ورسوي.
د دغه کار لپاره ځینې مهمې لارښوونې دلته شریکوو:
د مخاطبینو ګټو ته لومړیتوب ورکړئ
د سیاستوال او خبریال ګټې په مرکه کې همېش دا فرق لري، چې خبریال غواړي خپلو مخاطبینو او سیاستوال غواړي خپلو رایه ورکوونکو ته ژمن وي.
خبریال دنده لري، چې له سیاستوال سره په مرکه یا د ګټو په دغه تقابل کې د خپلو مخاطبینو استازیتوب وکړي او پرې نه ږدي، چې مخاطبین یې په غلطو خبرو او ژمنو د سیاستوال لخوا تېرویستل شي.
مسلکي خبریال دغه تقابل په بې ځایه لفظي ناندریو مخته نه وړي، بلکې په مسلکي ډول او پوره حوصله مندۍ، خو خاص مهارت سره سیاستوال ننګوي او د دروغ ویلو مخه یې نیسي.
د سیاستوال په نیت ځان پوه کړئ!
سیاستوال په هره زماني مقطعه کې خاص اهداف او نیتونه لري. په مرکو کې هم هڅه کوي، چې په یو ډول دغه نیتونه څرګند او د خبریال ترڅنګ خپل نور مخاطبین په ماهرانه ډول تېرباسي.
خو هوښیار خبریال په دغه زماني مقطعه کې د سیاستوال په نیت او تېر ویستنو ځان پوهوي او نه پریږدي، چې په دغه نیت کې کامیاب شي.
البته دا کار ترهغه وخته خبریال ته ممکن نه دی، چې په تمامه مانا د خبریالۍ پر اخلاقو تکیه ونه لري.
که خبریال د شخصي، سیاسي، قومي او نورو علاقه مندیو له مخې سیاستوال ته ځان خوږ کړ، پوه شئ، چې دغه هدف لاسته راوړلی نه شي.
بحث مه پېچلی کوئ!
ډېر سیاستوال د خلکو د غلطولو لپاره له خبریال سره خپل بحث پېچلی کوي، له اصلي موضوع نورو فرعي موضوعاتو ته تښتي او په دې ډول د خپلو نننیو موخو کمزوري د خپلې ماضي په یادولو سره غواړي پټه کړي.
ماهر خبریال باید د بحث د پېچلي کیدو مخه ونیسي او سیاستوال ته ووایي، چې دا مشخصاً په دغه ټاکلې موضوع غواړي بحث ورسره وکړي او له حاشیه روۍ ډډه وکړي.
البته د دغه کار ممانعت باید په ډېر ادب او مهارت وشي.
پر مرکې معامله مه کوئ!
ځینې وخت داسې شي، چې سیاستوال په بد موقعیت کې وي، له مخکې خبریال سره مرکه ومني، خو چې خبریال ورشي یا خپله سیاستوال یا یې مهم کس خبریال کینوي او ورته وایي چې که له دغه او هغه موضوع څخه په مرکه کې تېر شئ، ښه به وي.
دا کار د خبریال لپاره د معاملې بڼه لرئ، معامله ممکن د کوم څه په بدل کې وي، یا همداسې د دوستۍ په بڼه.
خو خبریالي په معاملو نه کیږي. خبریال مکلف دی، چې د خپلو مخاطبیو وکالت په پوره مهارت وکړي او دا کار له معاملې سره سخته صدمه ویني.
سیاستوال تش لاس نه راځي
سیاستوال مرکې ته تش لاس نه وي راغلی، د هرې موضوع په اړه بشپړه اماده ګي غواړي ولري.
چې داسې ده، خبریال هم باید تش لاس او تش ذهن نه وي ورته ورغلی.
پوره چمتووالی باید ولري او د هغه چمتووالي له مخې د ښې مرکې لرلو ته اماده وي.