شعر الهام دی که ریاضت؛  له ځوان شاعر هارون حکیمي سره مرکه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
مرکیاله: شبانه پوپلزۍ
 مرکه کیدونکی: هارون حکیمي

هارون حکیمي د پښتو ژبې له تکړه شاعرانو څخه دی، چې شعر یې ډېر مینوال لري او لوستونکي یې له شعر څخه خوند او پیغام اخلي. حکیمي له ژوند سره تړلې شاعري کوي او د هیواد اوسنی حالت د شعر په ژبه بیانوي. دا چې ښاغلي حکیمي شاعري څه وخت او څنګه پیل کړې د ده د شاعرۍ په اړه یې له ده څخه په دې مرکه کې واورئ، چې دی د شعر په اړه څه وایي:

شبانه پوپلزۍ: ښاغلی حکیمي په پيل کې د خپل ځان او زده کړو  په اړه مو بشپړ معلومات راکړئ !

هارون حکیمي: درې لسیزي وړاندي په زابل کي زېږېدلی یم، یوه نیمه لسیزه هورې بیا ډېر وخت په کابل کي اوسېدلی یم. د ژوند ډېر کلونه مي د زده کړو ترڅنګ کار کړی دی، په رسنیو کي تر کلونو بوختتیا وروسته مي حکومتي بنسټونو ته لاره کړې او دامهال د هیواد د ډیپلوماسۍ د یوه مامور په توګه دنده لرم. په سیاسي او ټولنیزو علومو کي مي زده کړي کړیدي. وروستي تحصیلي پروګرامونه مي د امریکا متحده ایالتونو په پلازمېنه، واشنګټن ډي سي کي د امریکایي پوهنتون American University  د نړیوال خدمت په برخه کي د ماسټري او په همدې ښار کي د نړیوال سیاست په پوهنتون The Institute of World Politicsکي د ملي امنیت په چارو کي ماسټري، ول. په نږدې راتلونکي کي د دوکتورا د تحصیلي دورې د پیل اراده لرم.

پوپلزۍ: تر شعر لیکلو مخکې مو ادبي فعالیتونه څه وه او تر شعر لیکلو را وروسته مو د ادب په برخه کې څه کړي دي؟

حکیمي: تر شعر لیکلو مخکي مي شعرونه اورېدل او لوستل او په ۲۰۰۲م کال مي شعر لیکل پیل کړل چي ورو ورو یې خپرېدو او د لوستونکو هڅوني د ښوونځي ترڅنګ ادبي غونډو، راډیوګانو او رسنیو ته زما لاره برابره کړه. د درو شعري ټولګو خپرول، پر ادبي موضوعاتو سلګونه راډیويي او تلویزیوني بحثونه، مشاعرې او ادبي ناستي ممکن هغه څه وي چي ما په تېرو اتلسو کلونو کي د ادبیاتو د یوه زده کوونکي او علاقمند په توګه کړي وي.

پوپلزۍ: څنګه او څه وخت مو شعر لیکلو ته مخه کړه؟

حکیمي: موزونو او آهنګینو خبرو له ډېره کوچنیوالي خوند راکاوه، وروسته مي د شعرونو پیغامونو ته فکر سو چي راته په زړه پوري ول، لوستل به مي، ورو ورو مي درک کړه چي زه یې هم لیکلای سم او ځیني خبري چي په شعرونو کي نسته باید زه ورزیاتي کړم. دا مي د خپلو خبرو د بیان یوه لاره وموندله، یوولس کلن وم.

پوپلزۍ: حقیقي خبره داده، چې هر شاعر شعر ته له خپل زړه څخه تعریف پيداکړی دی، تاسو ورته څه تعریف لرئ؟

حکیمي: شعر ماته د تصور، احساس، عاطفې او غبرګون د بیانولو هغه لاره ده چي د کلیمو په وسیله له سانسوره تېرېږي. انسان د ذهني سکون لپاره ژورو مکالمو ته اړتیا لري؛ ماته شعر ډېر وخت د ژورو مکالمو (deep conversations) ځای نیسي.

پوپلزۍ: ښاغلی حکیمي ستاسو له نظره شعر الهام دی او که ریاضت؟

حکیمي: د کلیمې په معنی او په ټولیزډول یو هم نه دی خو الهام او ریاضت یې د سرچینو په توګه، په ترتیب سره یو په بل پسې مهم دي.

پوپلزۍ: د ښه شعر معیارونه کوم دي؟ یعني یو شاعر باید کوم معیارونه په نظر کې ونیسي، چي ښه او ټول منلی شعر ولیکي؟

حکیمي: ښه شعر هغه دی چي د منځپانګي او جوړښت له مخي په خپله برخه کي خوند، رنګ، پیغام او هنریت ولري او د ټولمنلي شعر خبره راته ګرانه ده ځکه چي دا به ممکنه نه وي چي یو شعر دي د هر ذوق، هري ټولني او هر معیار د خلکو خوښ سي.

پوپلزۍ: ښاغلی حکیمي دا چې شاعران خپل شعرونه په بیلابیلو فورمونو او شکلونو کې لیکي او خلګ د شعر له هر ‌ډول فورم سره بلا مینه لري، تاسو په کوم فورم کې شاعري کوئ؟

حکیمي: د شعري فورمونو په ټاکنه کي مي د ذهن سره ډېره ملګرتیا کړې ده، چي موسیقیت باندي حاکم وي مقید چوکاټونه تر ډېره غزل فارمټ مي ټاکلی او چي د خیال د وړاندي کولو لپاره آزادي ته اړتیا پیدا سوېده، آزاد شعرونه مي لیکلي دي.

پوپلزۍ: د کوم شاعر سبک او لاره مو تعقیب کړې؟ که یې په اړه بشپړ معلومات راکړئ؟

حکیمي: نه مي دي غوښتي چي زه دي د یوه مشخص شاعر پلونه پل کړم خو که یې د مطالعې او رنګ اثر رباندي معلومېږي نو د ډېرو به وي.

پوپلزۍ: د دې ترڅنګ د چا شاعري مو خوښه ده او د چا شعر ډېر د زده‌کړي لپاره لولئ؟

حکیمي: د ډېرو، د سیمي د پخوانیو او اوسنیو شاعرانو او دغه راز د منځني ختیځ، لویدیځي نړۍ او لاتیني امریکا د شاعرانو شعرونه لولم، خوند، سکون، پیغام او هڅونه پکښي مومم.

پوپلزۍ:  ټولنه کي مو ډېر داسي شاعران سته، چې د خپل شعر څخه خوند نه اخلي او زړه نا زړه وي، چې څنګه یې ټولنې ته وړاندې کړي، خبره داده، چې تاسو له خپلو ټولو شعرونو خوند اخلئ او ټولنې ته مو وړاندې کړي دي؟

حکیمي: که مي په کوم شعر کي شوخي خبري د سیني تکامُل له مخي ښې نه وي راته ایسېدلې، دا احساس به مي کړی وي خو په ډېرو پخوانیو شعرونو لوستلو هغو اصلي شېبو ته ستون سوی یم او ډاډمن سوی یم چي هرڅه مي ویلي دي، له زړه مي ویلي دي.

پوپلزۍ: ښاغلی حکیمي په شاعرۍ کې مو کومو موضوعاتو ته اشاره کړې ده او تر ډېره مو کومه موضوع تعقیب کړې؟

ژوند، وطن، ارزښتونو او ښایستونو ته.

پوپلزۍ: اوس وخت کې شاعر باید کوم موضوعات راواخلي؟

حکیمي: د اوس وخت.

پوپلزۍ: ایا تراوسه مو کوم سندرغاړي په خپله سندره کې ستاسو شعر ویلی؟

حکیمي: هو، مېرمن نغمي څو شعرونه ویلي، ښاغلي خالق عزیز، ښاغلي میرخان او ځینو نورو مشرانو او ځوانو سندرغاړو ویلي دي.

پوپلزۍ:  ښاغلی حکیمي په وروستیو کې دا راته ووایاست، چي ټولني ته د شعر ګټې څه دي او ارزښت یې څه دی؟

حکیمي:شعر د بیان یوه اغېزناکه لاره ده چي د ټولني په ذوقي او فکري وده کي مرسته کولای سي.

پوپلزۍ: ښاغلی حکیمي ډېره مننه چې خپل قیمتي وخت مو موږ ته راکړ.

حکیمي: مننه له تاسي هم.