هغه دروغ، چې په کاري مرکه کې یې وایئ او په زیان مو دي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: عطا محمد میاخېل
هرومرو مو دا مشهوره جمله اورېدلې ده: ( رښتینولي، تر ټولو غوره سیاست دی )، خو موږ د بېلابېلو دلیلونو له مخې دروغو ته په رښتینولۍ باندې ترجیح ورکوو، په ځانګړې توګه، هغه مهال، چې بحث له کاري مرکې څخه رامنځته کېږي. څېړنو ښودلې، چې ۸۵ سلنه خلک په کاري مرکه کې دروغ وایي؛ خو آیا دا ټول دروغ یې په ګټه تمامېږي؟ د دې لیکنې په دوام په هغو دروغو باندې رڼا اچوو، چې افراد یې په کاري مرکه کې وایي، چې کله یې په ګټه او کله یې هم په زیان تمامېږي، ترڅو دا ځل په خپلو مرکو کې مسلکي کړنې ترسره کړئ.
ما په دې دلیلونو کاري تجربې درلودې
په سي وي کې کاري تجربې د مرکه کوونکي پام ځانته را اړوي، که تاسو په خپله سي وي کې داسې لیکلي وي، چې دوه کاله مو ازګار تېر کړي او کار مو نه دی کړی، نو له مقابل لوري سره مو دا پوښتنه پیدا کېږي، چې په هغه وخت کې له کومې داسې پېښې سره مخ شوي یاست، چې په پرله پسې توګه مو کار نه دی کړی. ښایي تاسو د کار د نه پیدایښت له امله په کور کې پاتې شوي یاست، خو غوره ګڼئ، چې مقابل لوري ته دروغ ووایئ؛ خو هېڅ دلیل شتون نه لري، چې تاسو په دې تړاو دروغ ووایئ، پرته له دې، دا په بشپړه توګه یوه شخصي پوښتنه ده او کولای شئ، په ځواب کې یوازې دا ووایئ: د شخصي دلیلونو له مخې. تاسو باید له هماغه پیله داسې چلند وکړئ، چې مقابل لوری مو ستاسو کاري او شخصي ژوند سره ګډ نه کړي، که نه غواړئ، چې د خپلې کاري تجربې په اړه توضیحات ورکړئ، نو غوره ده، چې په لوړ سر ځواب ورکړئ.
ټول کارونه مې په سي وي کې لیکل شوي دي
په احتمالي توګه تاسو هغه شرکت ته په پام سره، چې تاسو ورته کاري غوښتنلیک سپارلی، په خپله سي وي کې مو په بشپړه توګه بدلونونه رامنځته کړي دي، د بېلګې په توګه: د خپلې زده کړه نیزې څانګې پرخلاف مو څو میاشتې کار کړی دی، چې په هغه باندې پوهېدل، نه یوازې ستاسو له ګمارنې سره مرسته نه کوي، بلکې ښایي په زیان مو تمام شي، دا مورد یو له هغو مواردو څخه دی، چې ستاسو پټ کار ښایي په ګټه مو وي؛ که مو ښه وګڼله له خپلې سي وي څخه کومه تجربه لرې کړئ، نو هرومرو دا کار وکړئ.
زه د هر ماموریت لپاره چمتو یم
د ځینو شرکتونو کار داسې دی، چې باید خپل کارمندان د کاري ماموریت لپاره بېلابېلو ښاورنو ته ولېږي، نو په ډاډ سره ویلی شم، له دا ډول شرکتونو سره په مرکه کې، له تاسو څخه داسې پوښتنه کېږي، چې هر وخت او هر ځای ته د سفر کولو لپاره چمتو یاست، ښایي تاسو په دې شرایطو کې خپل د اړتیا وړ کار د تر لاسه کولو لپاره، مثبت ځواب ورکړئ، خو که واقعاً هر ځای ته د سفر کولو لپاره چمتو نه یاست، نو غوره ده، چې په هماغه پیل کې، په رښتینې توګه یې ووایئ، پرته له دې، یا له ترسره شوې کړنې سره مخامخ کېږئ او اړ یاست، چې وړاندیز یې ومنئ، یا دا چې ډېر ژر به اړ شئ، چې هغه شرکت پرېږدئ.
زما اوسنی میاشتنی عاید … ډالره دی
ډېری کسان خپل د خوښې وړ دندې د تر لاسه کولو لپاره، د خپل پخواني معاش په اړه دروغ وایي، هغوی داسې فکر کوي، که هرڅومره خپل پخوانی معاش لوړ وښیي، نو نوی شرکت به دوی ته لوړ معاش ورکړي، په داسې حال کې، چې شونې ده، همدا موضوع د دې سبب شي، چې ستاسو معاش له خپل توان څخه بهر وګڼي، په کار مو ونه ګماري او رد مو کړي؛ له دې امله غوره ده، حتا که غواړئ، خپل پخوانی معاش څرګند نه کړئ، د داسې یوه معاش وړاندیز وکړئ، چې غیر منطقي او ډېر زیات لوړ نه وي.
ما له خپلې پخوانۍ دندې سره ډېره زیاته مینه درلوده
ستاسو نه خوښېږي، چې  د خپل پخواني مدیرپه اړه، نوي مدیر ته مو نا مناسبې خبرې وکړئ، له دې امله، که له هغه څخه حتا کرکه هم لرئ، بیا هم له ښېګڼو څخه یې خبرې کوئ، له نېکمرغه دا دروغ مو کولای شي په مرکه باندې مو مثبته اغېزه وکړي، په حقیقت کې دا ثابته شوې، چې په پخواني مدیر او شرکت پسې بدې خبرې کول، په مرکه کوونکي او ستاسو په نه ګمارنې باندې به اغېز ولري.
زه تل ستاسو په شرکت کې په کار کولو باندې مین یم  
مرکه کوونکي ډېر ښه اروا پوهان دي، له دې امله که تاسو په هغه شرکت کې له کار کولو سره د لېوالتیا په ښودلو یا خپل مدیر تر اغېز لاندې راوستلو لپاره، هغه ته ووایئ، چې تل د هغه په شرکت کې په کار کولو باندې مین یاست، نه یوازې خپله پوهېږئ، چې یو دروغ دی، بلکې مقابل لوری مو هم ستاسو په دروغو باندې پوهېږي. البته نباید په هغه شرکت کې له کار کولو سره بې میلي او بې تفاوتي ښکاره کړئ، خو دا چې ووایئ، چې په هغه شرکت کې کار کول مو یوه له هیلو څخه وه، ښه دروغ نه دي.
زه په هغه څانګه کې تخصص لرم  
کابو ډېری کسان په خپلو مرکو کې له هغه څه څخه ځان لوړ ښکاره کوي، کوم چې دي، یانې له خپلو وړتیاوو څخه لوړې خبرې کوي، په داسې حال کې، چې دا دروغ کولای شي، په راتلونکې کې دوی ته سر خوږی جوړ کړي. فکر وکړئ، چې تاسو مو مدیر ته ویلي، چې په فوتو شاپ باندې ډېر ښه پوهېږئ، خو له ګمارنې وروسته، هغه کار چې تاسو ته درسپارل کېږي، نو نه یې شئ ترسره کولای، له دې کبله غوره ده، چې د خپلې پوهې او وړتیاوو په اړه، چې لرئ یې، دروغ مه وایئ.
زه یو ټولنیز کس یم
په یوه شرکت کې کار کول، ډله ایزو فعالیتونو ته اړتیا لري، له دې امله مرکه کوونکي ته مهمه ده، چې لوړې ټولنیزې اړیکې ولري. که په حقیقت کې تاسو یو درونګرا فرد یاست او خوښېږي مو، چې یوازې کار وکړئ او په مرکه کې د دې پرخلاف خبرې کوئ، ستونزه نه شته، په دې شرط، چې هڅه وکړئ، ځانته له چاپېریال سره سمون ورکړئ او نورو سره خپلې اړیکې خوندي کړئ. په دې برخه کې نرمښت او انعطاف منل  کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، له دې پرته به مو دروغ ډېر ژر څرګند شي او له خپل ځای ځای ګي څخه به لرې شئ.
زه په خپل پخواني کار کې، مدیر وم  
دا چې تاسو مرکه کوونکي ته ووایئ، چې په خپله پخوانۍ دنده کې د یوې برخې مسؤول او مدیر وئ، په ډاډ سره ویلی شم، چې په لومړي لید کې هغه تر اغېزې لاندې راولي، خو پرته له شکه هغه په دې برخه کې د ډېرو پوښتنو په پوښتلو سره ستاسو دروغو ته متوجه کېږي، که غواړئ، چې دا څرګنده کړئ، وړتیاوې مو لوړې دي، په پخوانۍ دنده باندې د تمرکز کولو او دروغ ویلو پرځای، غوره ده، چې په خپل نوي موقعیت باندې تمرکز وکړئ او خپلې تمې له هغه موقعیت څخه، چې غواړئ پکې واوسئ، په رښتینې توګه بیان کړئ.
زما کمزوی ټکی په کار باندې روږدتیا ده
یوه له هغو پوښتنو څخه، چې معمولاً مرکه کوونکي له تاسو څخه کوي داده، چې کمزوری ټکی مو څه دی؟ په دې شرایطو کې بیا هم ستاسو نه خوښېږي، چې له ځانه منفي ټکي څرګند کړئ، نو په همدې دلیل دا جملې له خپلې خولې څخه را بهر کوئ لکه: زه په کار باندې روږتیا لرم. له بریده زیات منظم او مسؤولیت منونکی یم. رښتیا دا دي، چې هغوی له تاسو نه داسې پوښتنه نه کوي، چې له تاسو نه د خپل ځان ستاینه واوري، بلکې غواړي د شخصیت په اړه مو ستاسو د پېژندنې کچه وارزوي او دغه راز د خپلو کمزورو ټکو د له منځه وړلو لپاره مو د لېوالتیا اندازه ځانته معلومه کړي؛ له دې امله غوره ده، چې دې پوښتنې ته په ځواب ورکولو کې، په رښتینې توګه ځان ښکاره کړئ.