داود سلطانزوی په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند او د ډاکټر غني سیاسي مخالف و، خو نن دی د غني او مېرمنه یې زهره یوسف د غني د مېرمنې( رولاغني) مشاوریت کوي.
په دې لیکنه کې به د سلطانزوی او مېرمنې ژوند لیکونه، د ګډ ژوند پيل او نور جالب معلومات درسره شریک شي:
سلطانزوی څوک دی؟
داود سلطانزوی د غزني اوسیدونکی او په خټه پښتون دی. هغه په ۱۹۵۳کې زېږیدلی، په امریکا کې یې د پېلوټۍ لوړې زده کړې کړي او یو مطرح سیاستوال دی.
سلطانزوی په ځوانۍ كې د اریانا افغان هوایي شرکت پېلوټ و، د جګړو له پيل سره څه موده المان او بیا امریکا متحده ایالاتو ته لاړ.
هغه د ۲۰۰۴ په پارلماني ټاکنو کې د غزني استازی او د دغې جرګې د اقتصادي کمیسون ریس و.
د ۲۰۱۰ په پارلماني ټاکنو کې بیا له غزني څخه کاندید و، خو پارلمان ته یې لاره پيدا نه کړه او د حامد کرزي د حکومت یو مشهور منتقد شو.
سلطانزوی پر پېلوټۍ او سیاست سربېره په رسنیزه برخه کې هم فعال او د ښه استعداد څښتن دی. څه موده یې د «داود سلطانزوی» په نوم په یوه خصوصي تلویزون کې سیاسي خپرونې هم مخته یوړې.
سلطانزوی د ۲۰۱۴ په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شو، خو د اشرف غني په ګټه له نوماندۍ لاس په سر شو.
غني که په اصطلاح مفکر؟
د غني په ګټه له ټاکنیز انصراف څخه مخکې سلطانزوی د کابل له هشت صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې غني ته په کنایوي اشارې سره وویل، چې خپله تګلاره ځکه زر نه رسنیزوي، چې په اصطلاح مفکرین به یې پټ او پخپل نوم کړي.
اوس سلطانزوی د هوانورۍ په چارو کې د غني سترسلاکار او مېرمنه یې د لومړۍ مېرمنې رولا غني په دفتر کې د مطبوعاتي چارو سلاکاره ده.
سلطانزوی له خپل کاره پوره راضي نه دی، وایي ډېر نور څه یې کولای شول، خو له استعداده یې د پوره ګټې اخیستو زمینه نه ده مساعده.
نوموړی قدرت له څو تنو سره انحصار شوی ګڼي او وایي دغه وضعیت خوشالونکی نه دی.
زهره یوسف
د سلطانزوی مېرمنه زهره یوسف په ۱۹۵۴ کې په مزارشریف کې دې نړۍ ته راغله.
د ویکپیډیا د معلوماتو له مخې هغه لومړنۍ افغانه وه، چې په ۱۹۷۲ کې د کال د ښایسته نجلۍ په توګه وپېژندل شوه، خو ویکپیډيا نه دي ویلي، چې د چا له لورې چېرته دا لقب ورکړل شوی.
د زهرې پلار د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه جنرال و.
زهره د کابل پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغه شوې.
زهره په ۲۰۰۱ کې له ژوند ملګري سره یې کابل ته راغله او د ښځو لپاره یې ټولنیز کارونه پيل کړل.
زهره د ښځو د حقونو مدافع ده، خو افغان ښځو ته د لویدیزو هغو الګو ګرځول خطرناک کار ګڼي.
زهره په امریکا کې د ژوند پرمهال له یوه افغاني تلویزون سره کارکاوه او یوه مطرحه ژورنالیسته وه.
د ګډ ژوند د پيل کیسه
داود سلطانزوی وایي: په امریکا کې مې زده کړې تازه بشپړې کړې او کابل ته راغلی وم، ۲۲ کلن پېلوټ، د یوه لوکس موټر څښتن او کاکه ځوان وم، د ملګرو د لیدو لپاره کابل پوهنتون ته لاړم، هلته مې زهره ولیده، اشنا شوو او کوژده مو وکړه.
د اشنایۍ پرمهال زهره یوسف د پوهنتوني زده کړو ترڅنګ په کابل ننداره کې د زده کوونکو ترمنځ د ذهني سیالۍ پروګرامونه پرمخ وړل او پخپله اصطلاح (کاکه) نجلۍ وه.
سلطانزوی وایي، هغه مهال یې زهره د مطبوعاتي فعالیتونو له مخې نه پېژنده، ښایست ته یې مات شوی و او وروسته خبر شو، چې زهره یوه مطرحه نجلۍ ده.
داود او زهرې له یو نېم کلنې نامزادۍ وروسته سره واده وکړ.
اولادونه او ذوقونه
د داود او زهرې یو زوی او دوه لوڼې دي.
لوڼې یې واده شوي، زوی یې زده کړې کوي، ټول په امریکا کې اوسي.
دا ښځه او خاوند چې د لباس اغوستو په ښه ذوق مشهور دي، وایي له کوم برنډ نه استفاده نه کوي؛ ساده لباسونه اخلي، خو ذوق یې لوړ دی.
د داود په وینا د پیلوټۍ په وخت کې یې زهرې ته له فرانسې څخه لباسونه راوړل.
سلطانزوی اشپزي هم کولای شي، چې مېرمنه یې له دې کاره راضي ده.
زهره بیا د سلطانزوی په وینا له ده نه ډېر کار کوي، ماښام شپږ بجې کور ته راځي، خو د مصروفیتونو او سیاسي اختلافونو باوجود بیا هم ښه ژوند سره کوي.
په یوه تلویزوني خپرونه کې دا ښځه او خاوند وپوښتل شول، چې ولسمشر او لومړۍ مېرمنې سره د کار له کبله خو به د خپلمنځیو اختلافونو د حل و فصل لپاره ولسمشر ته مراجعه نه کوي؟
د مرکې لنډه ویډیو؛
د سلطانزوی ځواب دا و، چې خپلې ستونزې خپله ښه حلولای شي، بهر یې نه وړي.