د کاري فرصتونو په نه موجویت کې، د دندې موندل د سړي د سر وينې پښو ته راولي. که تاسې په نژدې وخت کې کاري مرکه لرۍ او د شارټ لیست او ازموینې له پړاو څخه تېر شوي یۍ، نو بختور يۍ.
په دې ليکنه کې موږ تاسې ته یوولس هغه مهمې خبرې لرو، چې په پام کې نیولو سره يې، ستاسې د بریالیتوب احتمال لوړیږي:
۱ـ منظم لباس
د کاري مرکې پر مهال رسمي او یا هم نیمه رسمي منظم لباس واغوندئ. غیرې رسمي او بچه ګانه لباس د انټرویو (مرکې) پر مهال مه اغوندئ. د مرکې پر مهال د منطم لباس اغوستل، اصولو ته ستاسې درناوی ښيي او په ټوله کې تاسې د یو منظم او باډیسپلینه کس په توګه معرفي کوي.
۲ـ غرور او په ځان له حده ډیر باور
د مرکې پر مهال مغرور او په ځان له حده ډیر باوري چلند، منفي نمرې لري. د انټرویو پر مهال، عاجز او مؤدبه چلند وکړئ. عاجزي په دې مانا نه، چې ګنې تاسې ورخطا او بې زړه چلند وکړئ، بلکې ستاسې په حرکاتو او خبرو کې باید غرور او افراطي خودکفايي نه وي. په ځان د باور او د غرور ترمینځ انډول ته پام وکړئ. په ځان باور مو دومره ډیر نشي، چې خلکو ته مغرور معلوم شئ.
۳ـ د لاسونو مروړل او هر لورې ته خوریدل
د انټرویو پر مهال خپل لاسونه مه مروړئ او مه هم ډير خوځیږئ. که تاسې په چوکۍ کې ډير خوځیږئ او مخکې – وروسته کیږئ، دا کار مرکه کوونکو ته دا پيغام ورکوي، چې تاسې د خبرو کولو جرائت نلرې او تر اغېز لاندې تللي يۍ. د مرکې پر مهال راحت اوسئ او په ارام زړه د مرکه کوونکو سره خبرې وکړئ.
۴ـ خوله وازی یا ارږمی
د مرکې پر مهال نیغ، منظم او ويښ کینئ. خوله وازی یا ارږمی مه کوئ. د خوله وازی د بې خوبۍ او عدم دلچسپۍ په مانا دی. ارږمی کول هم د ټولنیزو نزاکتونو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی. کوښښ وکړئ، په انټرویو کې دا کار ونکړئ.
۵ـ ریښتیا او دروغ
یو شمیر خلک په خپله سي وي کې دروغ لیکي او بیا په انټرویو کې د خپلې سي وي د دروغو دفاع هم په دروغو کوي. دا کار ناسم دی. کوښښ وکړئ، چې نه هم په سي وي کې؛ او نه هم د مرکې پر مهال دروغ ووايئ.
۶ـ په پخوانیو پسې بد
په خپل پخواني مشر او ریس پسې بد مه وایئ. د کاري مرکې پر مهال دا ډول خبرې، منفي نمرې لري. د خپل پخواني ریس او دندې په اړه مثبت وغږیږئ.
۷ـ ډیر جدیت
د مرکې پر مهال ځان ډیر جدي Serious مه نیسئ. په خپلو شونډو او مخ نرۍ مسکا، ستاسې د بریالیتوب چانس ډیروي. خو پام مو وي، چې په لوړ غږ خندل بې نزاکتي او سپکاوی دی. افراط مه کوئ. د مسکا او جدیت ترمینځ انډول وساتئ.
۸ـ ګډې وډې او بې تسلسله خبرې
د کاري مرکې څخه وړاندې، د ادارې او دندې په اړه پوره پلټنه وکړئ. پوښتنو ته مشخص، واضح او منطقي ځوابونه ورکړئ. بې تسلسله او بې ربطه خبرې د مطالعې او پوهې په ټیټوالي دلالت کوي.
۹ـ توهین مه کوئ
د مرکې پر مهال د خپلو خبرو سره پام کوئ. هیڅ چا ته سپکاوی مه کوئ. او هیڅ چاته خیرا او ازار هم مه کوئ. شمیرلې اما مهمې خبرې وکړئ.
۱۰ـ سترګې په سترګو
کله چې مرکه کوونکي ته ځواب ورکوئ، د هغه سترګو ته وګورئ. د خبرو پر مهال اخوا دیخوا مه ګورئ. که مرکه کوونکي دوه یا درې کسان وي، کوښښ وکړئ، هر یو سره د سترګو تماس وساتئ. یواځې یو کس ته مه ګورئ.
۱۱ـ هرې خبرې ته سر خوځول
د مرکې پر مهال، هرې خبرې ته سر مه خوځوئ. بسنه کوي، چې پلټونکي او ښه اوریدونکي اوسئ. په سړه سینه د پوښتونکو پوښتنې واورئ او یواځې د توافق په وخت خپل سر وخوروئ.
یادونه:
له کاري مرکې وړاندې، تیاری او اماده ګي ستاسې بریالیتوب تضمینوي. کله چې مرکې او یا هم ازموینې ته ورځئ، پوره چمتوالی ونیسي او ښه پلټنه وکړئ.