دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: صادق طارق
د نړۍ مشهورې څېرې د نورو خاصو امکاناتو ترڅنګ له شخصي جیټ الوتکو هم برخمن دي.
دلته به هغه مشهورې څېرې درمعرفي شي، چې دغه الوتکې لري او په ډاډه زړه د نړۍ له یوې څنډې بلې ته پکې تګ راتګ کولای شي.
دواین جانسون
1553496068633 nazweb ir nazweb ir دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
دواین جانسون د هالیووډ مشهوره څېره ده. هغه د نور هوسا ژوند ترڅنګ شخصي جیټ الوتکه لري او کولای شي لکه موټر له یوې سیمې پکې بلې ته سفر وکړي.
په مالي لحاظ په ۲۰۱۸ کې د جانسون شتمني ۱۲۴ میلیونه ډالره ښودل شوې ده.
دا د ډېرو پیسو لرلو له پلوه د نړۍ د مشهورو څېرو په ډله کې پينځم مقام دی.
جانسون ته دومره شتمني له بې ځایه لګښتونو سره ورپاتې، که یې لګښتونه ډېر او د شخصي جیټ الوتکې تر لرلو نه وای، پیسې به یې لا نورې هم زیاتې وای.
دواین یوازې په ۲۲۰ میلیونه ډالرو ځانته لوکسه شخصي جیټ الوتکه اخیستې او د ساعت تېرولو لپاره ګټه ورڅخه اخلي.
فلوید می‌ودر
va4 926 دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
د سوک وهنې دا نړیوال ستوری، چې تراوسه یې تر پنځوسو مهمې نړیوالې سیالۍ کړي او له استثنا پرته یې یو مخ ټولې ګټلي، شخصي جیټ الوتکه هم لري.
په ۲۰۱۵ کې دغه ستوري تر۳۰۰ میلیونه ډالرو پورې عاید درلود.
وېل کیږي، چې هغه په یوه شپه سیالۍ ګټلو تر ۱۰۰ میلیونو پورې ډالر ګټي.
خو دا چې په عامه اصطلاح جیب یې سوری دی او پیسې پکې نه ټینګیږي، دومره لږې ورپاتې او نور ترې لګیدلي دي.
1553496068603 nazweb ir nazweb ir دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
د دغه نړیوال ستوري د جیټ الوتکې بیه نه ده معلومه، خو معلومه ده چې میلیونونه ډالره ارزښت به لري.
جکی چان
دا مشهور فلمي ستوری تر سلو زیات نړیوال فلمونه او بې حسابه پیسې لري.
1553496067719 nazweb ir nazweb ir دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
یوازې په ۲۰۱۶ کې یې تر ۶۱ میلیونه ډالرو عاید درلود، ټوله شتمني یې تر ۴۰۰میلیونه ډالرو رسیږي.
پر دې شتمنۍ سربېره هغه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه شخصي جیټ الوتکه هم لري.
دن بیلزریان
دا مشهور نوم د انسټګرام ټولنیزې شبکې پاچا ګڼل کیږي. هغه په مجلل او له لګښتونو ډک ژوند باندې هم زیات مشهور دی.
1553496067166 nazweb ir nazweb ir دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
بیلزریان ته زیاتې پیسې له پلاره پاتې. ده یوازې د قمار په یوه ناسته کې ۳.۶ میلیونه ډالره بایللي وو.
نوموړی په قمار وهلو کې هم نړیوال نوم لري. یوه شخصي جیټ الوتکه یې هم شته، چې تر ۶ میلیونه ډالرو ارزښت یې دی.
جی‌زی
1553496067224 nazweb ir nazweb ir دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
د موسیقۍ په نړۍ کې جی زی او بیانسه مشهوره جوړه ده.
جی زی په ۲۰۱۷ کې د فوربز مجلې د راپور له مخې تر ۸۱۰ میلیونه ډالرو شتمني لرله.
جی زی مشهور نړیوال سوداګر هم دی، هغه د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ځانته شخصي جیټ الوتکه اخیستې.
د ده جیټ بیخي ځانګړی دی؛ هم اشپزخانه لري، هم د خوب خونه، هم روغتیایي کلینیک او هم نور ډېر ځانګړي شیان.
کریستیانو رونالډو
222 2 دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
د فوټبال دا مشهور ستوری په انسټګرام کې ۱۵۵میلیونه څارونکي لري. هغه وخت په وخت په دغه ټولنیزه شبکه کې له خپلې شخصي جیټ الوتکې سره اخیستل شوي عکسونه هم خپروي.
دی په فوټبال کې ډېر عاید لري، تردې چې وېل کیږي له یوه ورزشي کلب سره لاسلیک کړی کاري قرارداد یې یو میلیارد ډالر ارزښت لري.
د رونالډو د جیټ الوتکې بیه نه ده معلومه، خو دغه الوتکه د ۱۸ نورو سپرلیو د وړلو ظرفیت هم لري.
جیم کری
4444 دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
د طنزیه فلمونو دا نړیوال لوبغاړی هم جیټ الوتکه لري.
د الوتکې بیه ۴۱ میلیونه ډالره اټکل شوې ده.
جان تراولتا
66 دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
تراولتا بیا هغه نړیوال ستوری دی، چې د شخصي جیټ ترڅنګ د دغې الوتکې د چلولو وړتیا هم لري.
هغه نو بیخي د پيلوټۍ او هوایي چکرونو شوقي دی؛ د دې لپاره یې په فلوریدا کې یوه هوایي ډګر ته نیږدې کور اخیستی، څو هرکله یې چې زړه وي، الوتکې ته شي او چکرونه ووهي.
دی نو په یوه الوتکه نه راضي کیږي؛ ۵ جیټ الوتکې لري او ښه په خوندونو کې دی.
نیمار
123 دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
د فوټبال دا مشهور لوبغاړی چې اصلي نوم یې داسیلوا سانتوس جونیور دی، شتمني یې په ۲۰۱۷ کې ۲۲۲ میلیونه یورو وه.
هغه دوه شخصي جیټ الوتکې هم لري، چې د یوې الوتکې بیه یې۴ میلیونه ډالره ده.
اپرا وینفری
1553496067145 nazweb ir nazweb ir دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري
دا مشهوره سینمایي څېره په امریکا کې دومره محبوبه ده، چې وېل کیږي که ولسمشرۍ ته نومانده شي، ولسمشره به شي.
هغه د نړۍ ترټولو بانفوذه تورپوستې مېرمنه هم ګڼل شوې.
د دې شتمني له ۳ میلیارده ډالرو اوړي.
دا د نورو کمالاتو او امتیازاتو ترڅنګ یوه قیمتي جیټ الوتکه هم لري.