نړیوالو یو ځل بیا د ښځو د نړیوالې ورځې په پلمه، له افغان ښځو خپل ملاتړ څرګند کړ

طالبانو په افغانستان کې نجونې له زده کړو او ښځې له کاره راګرځولي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنیټ یو ځل بیا د افغان ښځو د حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی او وايي، نړیواله ټولنه افغانو ښځو سره د ښې راتلونکې لپاره ولاړ دي.

بنیټ چې د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې اېکس پاڼې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت له لوري د “بیا راپورته کېږو” په نوم نوې جوړه شوې سندره شریکه کړې ویلي، دا ورځ په نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان کې د ښځو د ځواکمنتیا، زړورتیا، برابري او لاس ته راوړنو په موخه لمانځي.

په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق بیا د همدې ورځې په پار د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه غندلي او د افغان ښځو د مبارزې پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

بل پلو، د بښنې نړیوال سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، سره له دې چې طالبان د ښځو حقوق په ظالمانه توګه تر پښو لاندې کوي، افغانو ښځو خپلې مبارزې ته دوام ورکړی خو د دې سازمان په ټکو، دا مبارزه باید یوازې د دې ښځو په غاړه نه وي.

ایمنسټي انټرنیشنل زیاته کړې چې یوازې اعلامیې او بیانونه بسنه نه کوي، بلکې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره باید عملي اقدامات وشي څو د دوی غږ نور هم پیاوړی شي.

افغان میرمنې: د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوو

په افغانستان کې یو شمېر ښځو بیا وايي، د خپلو حقونو د غوښتنې مبارزې ته دوام ورکوي خو د نړیوالو ملاتړ ته جدي اړتیا لري.

د ګل مینې په نوم د ښځو د حقونو یوه فعاله وايي، غوښتنه مو له نړیوالو او حکومتونو دا ده چې افغانې ښځې یوازې پرنیږدي او د دوی ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ښځو د حقونو بله فعاله د طالبانو له خوا له زده کړو محرومه شوې محصله دیانا وايي، افغانې ښځې په یوازینې ځان د طالبانو پر وړاندې دریدلی نشي، نړیوال دې د افغانو ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو زموږ مبارزه دوام وکړي او رنګ راوړي.

د طالبانو دریځ

بلخوا، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت او افغاني دودونو له مخې تضمین شوي، هغه ادعا چې نړیوال او افغان ښځې یې نه مني.

مجاهد د مارچ په اتمه پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل، په اسلامي او افغاني ټولنه کې د ښځو حقوق د لویدیزې ټولنې له کلتور سره څرګند توپیر لري چې باید محاسبې پر مهال په پام کې ونیول شي.

د افغان ښځو مبارزه

د ۲۰۲۱کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته دې ډلې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز فعالیتونو سخت محدودیتونه ولګول.

ښځو د دغو بندیزونو پر ضد اعتراضونه وکړل، خو طالبان یې پر وړاندې په سختۍ ودرېدل.

له دې سربیره، افغان معترضې ښځې لا هم په بېلابېلو بڼو، لکه د پټو غونډو، د دیوالونو پر لیکنو، د ټولنیزو رسنیو کمپاینونو، ویډیوګانو، انځوریزو هنري کارونو او نورو لارو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

About ياران ټیم 3431 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.