
له نږدې یوې پېړۍ راهیسې، د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
دا یوه نړیواله ورځ ده چې د ښځو لاسته راوړنې رسمي کوي او له دې سربیره، د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیضي چلند پر وړاندې د پوهاوي د لوړولو لپاره کارول کېږي.
د ښځو د ورځې ارزښت
ولې د ښځو نړیواله ورځ مهمه ده، او دا ورځ څنګه رامنځته شوه؟
دا ورځ د کارګرو د غورځنګ له برکته پیل شوه، د ۱۹۰۸ کال په ترڅ کې، ۱۵ زره ښځو په نیویارک کې مظاهره وکړه، د کاري ساعتونو کمښت، لوړې تنخواوې، او د رایې ورکولو حق یې وغوښت.
یو کال وروسته، د امریکا سوسیالیست ګوند د ښځو لومړۍ ملي ورځ اعلان کړه.

نړیواله بڼه
د یوې نړیوالې ورځې د رامنځته کولو وړاندیز د جرمني کمونیستې او د ښځو د حقونو فعالې کلارا زیتکین وکړ.
هغې دا نظریه په ۱۹۱۰ کال کې د کوپنهاګن په نړیوال کنفرانس کې وړاندې کړه، چې د ۱۷ هېوادونو ښځینه استازو د دې وړاندیز ملاتړ وکړ.
د ښځو لومړنی نړیواله ورځ په ۱۹۱۱ کال کې په اتریش، ډنمارک، جرمني، او سویس کې ولمانځل شوه. په ۱۹۷۷ کال کې، ملګرو ملتونو دا ورځ په رسمي توګه وپېژندله.
د ۱۹۹۶ کال لپاره، ملګرو ملتونو د “تېر لمانځل او د راتلونکي لپاره پلان جوړول” موضوع غوره کړه.
د مارچ اتمې ټاکل
کله چې زیتکین د ښځو نړیوالې ورځې د نمانځنې وړاندیز وکړ، دا کومې ځانګړې نیټې ته نه وه تړلې.
د مارچ ۸مه له هغه وروسته وټاکل شوه، کله چې روسي ښځو د ۱۹۱۷ کال په اعتصاب کې “ډوډۍ او سولې” غوښتنه وکړه.
څلور ورځې وروسته، تزار مجبور شو استعفا وکړي، او موقت حکومت ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړ.
د نړیوالې لمانځې بڼه
په ډېرو هېوادونو کې، د ښځو نړیواله ورځ رسمي رخصتي ده.
په چین کې، دولتي شورا ښځو ته نیمه ورځ رخصتي ورکوي، په ټوله نړۍ کې دا ورځ د لاریونونو، بحثونو، کنسرتونو، نندارو او مظاهرو له لارې نمانځل کېږي.
په ایټالیا کې دې ورځې ته “فیسټا ډېلا ډونا” ویل کېږي، او د میموسا ګلان د ډالۍ په توګه کارېږي.
په روسیه کې، د دې ورځې پر مهال د ګلونو پلور دوه برابره کېږي.
په یوګانډا کې، له ۱۹۸۴ کال راهیسې، حکومت هر کال ځانګړې موضوع غوره کوي.
په امریکا کې، ټوله مارچ میاشت د “ښځو د تاریخ میاشت” په توګه نمانځل کېږي.

د دې ورځې د رنګونو مانا
د ښځو د نړیوالې ورځې رسمي رنګونه ارغواني، شین، او سپین دي.
ارغواني د عدالت او پرتم نښه ده.
شین د امید استازیتوب کوي.
سپین د پاکوالي نښه ده.
دا رنګونه د ۱۹۰۳ کال په بریتانیا کې د ښځو د سیاسي اتحادیې لخوا غوره شوي وو.
د ۲۰۲۵ کال موضوع
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال لپاره ټاکلې موضوع “د ټولو ښځو او نجونو لپاره حقونه، برابري، ځواکمنتیا” ده. همدارنګه د ښځو نړیوالې ورځې ویبپاڼې ” عمل ګړندی کړئ” موضوع غوره کړې، چې خلک هڅوي عمل ګړندی کړی هشټګ وکاروي.
ایا لا هم اړتیا شته؟
د ښځو نړیوالې ورځې پلویان استدلال کوي چې د جنسیتي برابرۍ لپاره لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.
د ۲۰۲۳ کال د ملګرو ملتونو راپور ښیي، چې د شخړو پر مهال پر ښځو تاوتریخوالی ۵۰٪ زیات شوی.
د یونیسف د راپور له مخې، ۱۱۹ میلیونه نجونې ښوونځي ته نه ځي.
د نړیوال بانک ۲۰۲۴ کال راپور ښیي، چې ښځې د نارینهوو پرتله د قانوني حقونو یوازې دوه پر درېیمه برخه لري.
له همدې امله، دا ورځ لا هم د ښځو د حقونو د ساتنې او پرمختګ لپاره مهمه ګڼل کېږي.