د انسټاګرام خواله رسنۍ به تر دې وروسته خپلو ډېری کاروونکو ته په یوه وخت کې د لږ تر لږه ۳ تنو په انلاین بڼه له یو بل سره د غږېدو امکان برابر کړي.
د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د انسټاګرام کارونکي کولای شي چې د لایف روم (ژوندۍ چټ خونې) له لارې په يوه وخت کې ۳تنه په انلاین بڼه له يو بل سره وغږېږي.
د انسټاګرام په ويبپاڼه کې راغلي دي: “نن تاسو ته لایف روم (ژوندۍ چټ خونه) در پېژنو، چې تاسو ته دا امکان برابروي چې په يوه وخت کې ۳تنه په انلاین بڼه له يو بل سره وغږېږئ. وړاندې تر دې تاسو کولای شول چې له یوه کس سره په ژوندۍ بڼه پر خپل انسټاګرام را څرګند شئ، خو اوس تاسو ته د دې اسانتیا برابره شوې چې په همهاله ډول خپلې مستقیمې اړیکې، دوه برابره کړئ. “
دغه اسانتیا پر انسټاګرام ځکه ور زیاته شوې تر څو پر انسټاګرام غونډې وشي، ځینې سندرغاړي، سندرې ووايي او د انسټاګرام کاروونکي له خپلو ملګرو سره په اسانۍ وغږېږي.
د دې سربېره، دغه نوې ځانګړنه کولای شي د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوې لارې وړاندې کړي. ويل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به دغه ځانګړنه په ټوله نړۍ کې د لاسرسۍ وړ وي.