د هند په آصام ایالت کې یو ښوونځی له یوه کال راهیسې د پیسو پرځای په فیس کې له خپلو زده کوونکو څخه پلاستیک اخلي.
د ښوونځي چارواکي وایي د دې کار هدف یې د چاپېریال ساتنې د فرهنګ پیاوړتیا او له پلاستیکو څخه د سیمو پاکول دي.
د ښوونځي په اړه
دغه ښوونځی په ۲۰۱۶ کې د «پارتیه سرما او مازین مختار» له لورې جوړ شوی.
یاد شوی ښوونځی د نویو فکرونو د ترویج شعار لري او وایي انساني موخو ته کارکول یې لومړیتوب دی.
د دغه ښوونځي چارواکي وایي د پلاستیک غوښتو پریکړه یې په دې نیت له زده کوونکو څخه د فیس پرځای کړې ده، چې دوی خپله سیمه له پلاستیکو پاکه او د چاپېریال ساتنې په ارزښت پوه شي.
د پلاستیکو سوزول
د ښوونځي مسولینو ویلي، چې له دې مخکې د دې سیمې اوسیدونکو له پلاستیکو څخه د اور لګولو او پخلي لپاره استفاده کوله.
اوس وایي د پلاستیکو پیدا کول سخت شوي، ځکه زده کوونکي پلاستیک ټولوي او د میاشتې په پای کې ښوونځي ته وړي څو میاشتینی فیس یې پرې لنډ کړي.
د ښوونځي نصاب
په یاد شوي ښوونځي کې د ریاضیاتو، انګلیسي ژبې او نورو مضامینو ترڅنګ د چاپېریال ساتنې برخې ته خاصه پاملرنه کیږي.
د چاپېریال ساتنې څو متخصصین په تعلیمي نصاب کې د دغې برخې مضامین تدریسوي، چې له پیله یې اوسه پورې د یادې سیمې د چاپېریال وضعیت ښه شوی.
په دغه ښوونځي کې لومړی ۲۰ ښوونکو تدریس کاوه، خو اوس یې شمېر ۱۱۰ تنو ته رسیدلی.
د ښوونځي جوړونکي وایي په پام کې لري، چې تر ۵ راتلونکو کلونو پورې ۱۰۰ داسې نور ښوونځي هم جوړ او د هند د ککړ چاپېریال پر وړاندې عملي او اساسي مبارزه ترسره کړي.
د هند ککړ چاپېریال
هندوستان د نړۍ په کچه د چاپېریال له پلوه له تر ټولو زیاتو ککړو هېوادونو څخه دی.
د چاپېریال ساتنې د نړیوالو بنسټونو په کلنیو راپورونو کې هر ځل د دغه هېواد نوم د ککړو هېوادونو په سر کې یادیږي.
د ککړ چاپېریال بیه هند ته ډېره لوړه هم پریوتې؛ له دې کبله دغه هېواد ته کال په کال د ورتلونکو بهرنیو سیلانیانو شمېر کمیږي او هم یې یوه د پام وړ برخه بودیجه د چاپېریالي ناروغیو د ناروغانو په درملنه مصرفیږي.
د چاپېریال ساتنې ادارې د ورته ښوونځیو جوړول او نورې مبتکرانه هڅې ستایي او وایي دوی به هم په دغو هڅو کې ملګري او ملاتړي شي.