لیکنه: محمدصابر حمیدي
هندوستانۍ مېرمنو د هندوستان له لومړي وزیر څخه غوښتي چې نور دې نارینه په رسمي ډول د کور په کارونو کې له مېرمنو سره مرستې کولو ته راوبولي.
دا غوښتنه پر ټولنیزو رسنیو یوې مېرمنې د ویډیو له لارې خپره کړې او له هغه وروسته په زرګونه نورو مېرمنو په دې تړاو پر یوې پاڼې د تایید لاسلیک کړی.
.@SubarnaGhosh is urging PM @narendramodi to spend a little time today, in his nation's address, to talk about the need for Indian men to share the household workload equally. This is because #ChoresHaveNoGender!https://t.co/c5ElH8gWUd pic.twitter.com/YAQhQezXKi
— Change.org India (@ChangeOrg_India) June 30, 2020
د راپورونو له مخې اوس ۷۰ زره مېرمنو پر دې غوښتنپاڼې خپل لاسلیکونه وهلي دي او د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه یې غوښتي، چې نارینه دي د کور په کارونو کې مرستې کولو ته وهڅوي.
په هند هېواد د کور ټول کارونه له نارینهوو پرته ښځې کوي.
د کار نړیوال سازمان د سرشمېرنې پر بنسټ هندۍ مېرمنۍ هر ورځ ۳۱۲ دقیقې د خپل کور کارونه مخته وړي، خو نارینه بیا هره ورځ یوازې ۲۹ دقیقې د کور کارونه ترسره کوي.