د هندوستان کریکټ لوبغاړي او مېرمنې یې نن انګلستان ته ځي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندوستان لوبډله له انګلستان سره پنځه ټېسټ لوبې د اګسټ په څلورمه پیلوي.

د هندوستان لوبغاړي به له خپلو مېرمنو، رهبرۍ غړو او مینوالو سره انګلستان ته ځي او هلته به د قرنطین موده تېروي.

د انګلستان حکومت د هندوستان لوبغاړو ته د سفر اجازه ورکړې ده.

د هندوستان ښځينه کرکټ لوبډله به هم له نارینه وو لوبډلې سره یو ځای انګلستان ته ځي او هلته به په ساوتمټن سیمه کې دېره کېږي.

د هند او انګلستان ښځينه لوبډلې یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې لري.

د هند کرکټ لوبډله به د جون په اتلسمه له نیوزیلېنډ سره د ټېسټ چمپیئن شېپ پایلوبه هم وکړي.

د هند لوبغاړو له دې وړاندې لس ورځې قرنطین په ممبيي کې تېر کړی او لس ورځې قرنطین به د انګلستان په ساوتمټن کې هم مراعتوي.

د کرکټ نړیوالې شورا د انګلستان له حکومت او کرکټ بورډ سره په ګډه څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ ټېسټ لوبو ته به نږدې ۴ زره ننداره کوونکي ورپرېږدي.

بل پلو د انګلستان او نیوزیلېنډ ترمنځ د دوو ټېسټ لوبو لړۍ د جون په دویمه پیل شوې ده.

د نیوزیلېنډ لخوا توپوهنه جریان لري، که څه هم د دوی درې وېکټې ژر ژر ولوېدې، اوپنر ټام لېتم په ۲۳ منډو، کېن ویلیمسن په ۱۳ منډو او راس ټایلر په ۱۴ منډو وسوځېدل.

خو ډیوُن کانوی بیا چې اوپننګ ته راغلی و، ښه ځلېدلی دی.

د نیوزیلېنډ یوولس کسیزه لوبډله کې ټام لېتم، ډیون کانوی، کېن ویلیمسن لوبډلمشر، راس ټایلر، هینري نیکولس، بي جی واټلېنګ، کولېن ډي ګرېنډهوم، مېچل سنټنر، کایل جمېسن، ټېم سوتي او نېل وېګنر شامل دي.

د انګلستان په لوبډله کې روري برنز، دومېنېک سېبلي، زاک کرالي، جو روټ لوبډلمشر، ډانېئل لاورېنس، اولي پاپ، جېمز برېسي، اولي رابېنسن، سټورټ براډ، مارک ووډ او جېمز انډرسن ګډون لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.