لیکنه: بهار سمسور
د هند کریکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې نیمه پای لوبه کې وړمه ورځ له نیوزلېنډ څخه یوه دردناکه ماتې وخوړه او د فاینل پر ځای یې د نوي ډهلي لار ونیوه.
هند هغه لوبډله ده، چې په ځینو مهمو ماتو یې نیمه نړۍ ټکان خوري.
هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي ویلي، د ډوني تېروتنې، ماته د دوی په نصیب کړه.
پخواني لوبغاړي ګمبیر بیا د همدې مهمې لوبې په ورځ ویلي ول، ویرات کوهلی له ډوني او روهیت شرما پرته ښه لوبډلمشر نه دی.
د توپ وهونې روزونکی بینګار هم تر سختو انتقادونو لاندې دی.
د دې سره،چې هندوستان د نړیوال جام د نومرو په درجه کې لومړی مقام درلوده، ښې لوبې یې هم وکړې، ولې له نیوزلېنډ څخه په نیمه پای لوبه کې ماتې یې حیرانوونکي وه.
له انګلستان څخه کور ته د روانیدو پر وخت هندي لوبغاړو پر خپل ټویټر اکونټونو له هندي ملت او مینوالو د مننې ټویټونه کړي، لیکلي یې دي؛ دوی هغسې چې په کار و ونه لوبیدل، چې هدف یې د نیوزلېنډ سره نیمه پای لوبه ده.
هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي لیکلي:
«لومړی مننه کوم، له مینوالو چې د خپلې لوبډلې لپاره په زیاته کچه راغلل،دا نه هیریدونکی ټورنمېنټ و زموږ هر یو لپاره.»
مرستیال لوبډلمشر روهیت شرما هم پر ماتې خواشینی دی، او مینوالو ته یې هم لیکلي،چې ستاسو به هم همدا حال وي.
چټک توپ اچونکي جیسټ پريټ بومرا لیکي:
«زیاته مننه د لوبډلې له لوبغاړو، روزونکي ډلګۍ،ملاتړ کونکي ډلې،د خپلو کورنیو، په ځانګړې توګه ستاسو د هر یو بې پایه مینې او ملاتړ څخه.»
زخمي شوی پیلیز لوبغاړی شیکر دهوان پر ټویټر لیکي:
«موږ پوره هڅه وکړه، ستاسو د هڅو مننه، نیوزلینډ ته دې مبارک وي، چې فاینل ته ورسیدل.»
چپ لاسي الرونډر راوندرا جدیجا چې په نیمه پای لوبه کې یې ۷۷ منډې په سختو حالاتو کې تر لاسه کړې او لوبډله یې له فشار د بریا خوا ته کش کړه، پر ټویټر لیکلي:
«ورزش ماته دا فکر راکړی،چې له هرې ناکامۍ وروسته بیا هم مبارزه وکړم، غلی نه شم. له تاسو هر یو د مننې الفاظ نه لرم. مننه ستاسو د هر یو له تشویق او ملاتړ څخه.»
مینک اګروال، چې د واجیاو شنکار پر ځای لوبډلې ته وروستیو کې انتخاب شو لیکلي:
«د ویاړ ځای دی،چې موږ یو غوره ټورنمېنټ درلوده. دا د خوښۍ ځای دی،چې په نړیوال جام کې د هندۍ لوبډلې برخه وم. موږ به لا ښه توب له همدې ځایه قوي کؤ. مننه ستاسو له ملاتړ او مینې.»
چینا مېن کولدیپ یادوف لیکلي:
«دا زما لپاره یو خوب و،چې زه په نړیوال جام کې د لوبډلې غړی وم. دا خواشینوونکي ده،چې ګټونکی اړخ نه و،خو ما ته ګټوره تجربه وه. دا زما لپاره د ویاړ شیبه وه، چې د لوبډلې سره تر ډېره پاتې شوم.»
چپ لاسي توپ وهوونکي ریشاب پنټ لیکلي:
«زما هېواد، زما لوبډله، زما عزت. دا یو ښه چانس او لورینه وه، د یو هېواد په نوم لوبیدل.موږ به بېرته بیا غښتلي راګرځو.»
پیلیز لوبغاړي کیل راهل پر ټویټر خپل احساس څرګند کړی او لیکي:
“زړه ماتونکي ده، چې زموږ د ګټې خوبونه پای ته ورسیدل. موږ د یو ټیم،یو ملت په توګه په ښه شکل شپږ اونۍ ښه وخت تېر کړ. نړۍ مننه او زیاته مینه له تاسو هر یو.»
پیاوړي الرونډر هارډېک پینډیا لیکلي:
«خاطرې، خاطرات،د تېر کړي وخت. زما لومړی نړیوال جام هغسې چې موږ غوښتل ونه شو،لیکن ماته یې زیات احساس او درس راکړ،کوم چې دا به زما یاد وي. مننه د لوبډلې له غړو،په شمول د ستاسو مینوالو، موږ پرته له تاسو هیڅ هم نه یو.»
لېګ سپینر یازوندرا چهل لیکلي:
“موږ یو هدف درلود،د نړیوال جام ګټل،لیکن موږ ناکام شو. احساس نه شوم څرګندولی، خو مننه ستاسو له هر یو مینوال،چې زموږ سره و او هر وخت زموږ تر شا دي.»
هندوستان په نیمه پای لوبه کې د یوې ورځې پر ځای دوه ورځې ولوبیده، چې د باران د اورښت له وجهې لوبه په دوهمه ورځ پای ته ورسیده.
په دې لوبه کې نیوزلېنډ له هندوستان څخه ۲۴۰ منډې دفاع کړې او د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام پای لوبې ته یې ځان ورساو.
پای لوبه به د کوربه انګلستان او نیوزلېنډ تر منځ د روانې میاشتې په ۱۴ تاریخ تر سره شي.