د اسیا جام سیالیو پایلوبه کې بنگله دېش په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنې سره په ۴۸،۳ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره د لېټن ډاس د ۱۲۱ منډو پرمټ ۲۲۲ منډې جوړې کړې او هندوستان ته یې ۲۲۳ منډې هدف کېښود.
هندوستان دا هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره د روهېت شرما د ۴۸ منډو پرمټ له زړونو له اوږدې درزا وروسته د پنځوسم اور په وروستي توپ پوره کړ او بنګله دېش ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.
د اسیا جام سیالۍ له ۱۹۸۴ م کال څخه پیل شوي، چې لومړی ځل هندوستان ، سریلانکا ته ماته ورکړې وه، لومړی ځل اسیا کپ سیالۍ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې وه.
دوهم پړاو اسیا جام سیالۍ په ۱۹۸۶ م کال کې د سریلانکا په مرکز کولمبو کې ترسره شوې وې، چې پاکستان او سریلانکا پایلوبې ته وتلي وو، چې سریلانکا پاکستان ته په ۵ وېکټو ماته ورکړې او اتلولي یې ګټلې وه.
۱۹۸۸ م کال کې دا جام په بنګله دېش کې ترسره شوی و، چې هندوستان پایلوبه کې سریلانکا ماته کړې وه او اتلولي یې اخېستې وه.
۱۹۹۰ م کال کې دا جام د هندوستان د کلکتې ښار په ایدن کارډېن لوبغالي کې شوی و، چې هندوستان، سریلانکاته په ۷ وېکټو ماته ورکړې وه.
۱۹۹۵ م کال کې په شارجه کې ترسره شوی و، چې هند پکې سریلانکا ته په اته ېکټو ماته ورکړې وه او اتلولي یې اخېستې وه.
په ۱۹۹۷ م کال کې دا کپ په سریلانکا کې ترسره شوی و، چې سریلانکا پکې هند ته په ۸ وېکټو ماته ورکړې وه او اتلولي سریلانکا خپله کړې وه.
۲۰۰۰ م کال کې په بنګله دېش کې ترسره شوی و، چې پاکستان ، سریلانکا ته په ۳۹ منډو ماته ورکړې وه.
۲۰۰۴ کال کې اسیا جام په سریلانکا کې ترسره شوی و، چې سریلانکا ، هندوستان ته په ۲۵ ماته ورکړې وه.
۲۰۰۸ کال کې اسیا جام په پاکستان کې ترسره شوی و، چې سریلانکا پکې ، هندوستان ته په ۱۰۰ منډو ماته ورکړې وه.
۲۰۱۰ کال کې اسیا کپ سریلانکا کې ترسره شوی و، چې هند پکې سریلانکاته په ۸۱ منډو ماته ورکړې وه.
۲۰۱۲ کې دا کپ په بنګله دېش کې ترسره شوی و، چې پاکستان پکې بنګله دېش ته په ۲ منډو ماته ورکړې وه.
۲۰۱۴ کې هم بنګله دېش کې ترسره شوی و، چې سریلانکا پکې پاکستان ته په ۵ وېکټو ماته ورکړې وه.
په ۲۰۱۶ کال په بنګله دېش کې ترسره شوی و، چې هندوستان پکې بنګله دېش ته په اته وېکټو ماته ورکړې وه.
او په ۲۰۱۸ م کال کې په عربي متحده اماراتو کې ترسره شو، چې هندوستان پکې بنګله دېش ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه.
بنګله دېش درې ځلې پایلوبې ته وتلی، چې دوه ځلې یې له هندوستان او یو ځل یې له پاکستان څخه پکې ماتې خوړلي دي.