هند کرکټ بورډ: IPL یوازې هند ته نه؛ بلکې ټولې نړۍ ته ګټه رسوي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د هندوستان کرکټ بورډ وایې د هند کورنۍ تجارتي سیالۍ«IPL» یوازې هند ته نه؛ بلکې ټولو نړۍ ته ګټه رسوي.
د هندوستان کرکټ بورډ رییس سوراو کنګولي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د هند آی پي ایل سیالۍ یوازې د ځوانو لوبغاړو په موندلو کې مرسته نه کوي؛ بلکې دا سیالۍ اوس په نړۍ کې په یوې سوداګرۍ ګرځېدلې دي.

د هند دا تجارتي سیالۍ د روان ۲۰۲۰م په مارچ میاشت کې د هند په کوربتوب پيلیدې، خو د کورونا ویروس له امله لا هم ځنډېدلې دي.
اوس باوري راپورونه وايي، چې دا سیالۍ د روان په کال په وروستیو میاشتو کې د هند په ځای متحده عربي آماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره کیږي.
متحده عربي آماراتو او سریلانکا وار له مخې د آی پي ایل کوربتوب ته زړه ښه کړی.

د آی پي ایل په ۱۳م پړاو سیالیو کې درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران اخیستل شوي دي.
محمدنبي او راشدخان ارمان سنرایزر حیدرآباد سره او مجیب بیا د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره شتون لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.