هندۍ لوبډله تر سیالیو مخکې دوې اونۍ اسټرالیا کې کرنتینیږي!

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه:  محمدنسیم حمیدي
ټاکل شوې هند او اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې د اسټرالیا په کوربتوب درې شل اوریزه، درې یو ورځنۍ او څلور بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې.
یاران uncategorized 691 هندۍ لوبډله تر سیالیو مخکې دوې اونۍ اسټرالیا کې کرنتینیږي!
د راپورونو له مخې هندۍ لوبډله تر سیالیو مخکې دوۍ اونۍ اسټرالیا ته سفر کوي او بیا به همدا دوې اونۍ هلته کرنتین وي.
د هندوستان کرکټ ملې ټیم به دا دوې اونۍ د اسټرالیا په یو لوی کرکټ لوبغالي اډلایډ اوول کې کرنتین وي او په مهال به ېې فردي تمرینونه هم ترسره کوي.
یاران uncategorized 688 هندۍ لوبډله تر سیالیو مخکې دوې اونۍ اسټرالیا کې کرنتینیږي!
د هند کرکټ بورډ وايي، چې د هند ټول لوبغاړي به ټاکلي ورځې کرنتین وي او د کورونا څخه د ځان ساتني ټول اُصول به مراعتوي.
ددې بورډ مشر سوراو کنګولي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې لوبغاړو ته د اسټرالیا په یاد لوبغالي  کې ټولې اسانتیاوي  برابرې شوي او لوبډله به تمرینونه په منظم ډول ترسره کړې.
د کنګولي په خبره لوبډله به یې د روان کال په اکتوبر  میاشت کې اسټرالیا ته سفر وکړي.
یاران uncategorized 689 هندۍ لوبډله تر سیالیو مخکې دوې اونۍ اسټرالیا کې کرنتینیږي!
د هند کرکټ بورډ ترڅنګ اسټرالیا کرکټ بورډ هم د هند سره پر یادو سیالیو خوښي ښودلې او ویلې یې دي، چې د سفر له پيله بیا تر پایه به په ټولو مواردو کې ورسره همکار وي.
هند او استرالیا کرکټ ملې لوبډلې لومړی د شل اوریزه سیالیو لړۍ د اکتوبر میاشتې له ۱۱مې بیا تر ۱۷مې، دوهم د یو ورځنیو لوبو لړۍ د ډیسمبر له ۳یمې بیا تر ۲۶مې او له هغه وروسته بیا د ټیسټ سیالیو لړۍ د جنوري میاشتې له ۱۲مې بیا تر ۱۷مې نېټې پوري ترسره  کوي.