
د ښځو چیلېنج کپ سیالۍ چې د درې لوبډلو په ګډون د هندوستان په جېپور ښار کې د می په ۶ مه نېټه پیل شوي، پرون پکې ویلوسیټي لوبډلې، ټرېل بلېزرز لوبډلې ته ماته ورکړه او د جدول لومړي ځای څخه یې بلېزرز لوبډله راغورځوله.
ټرېل بلېزرز لوبډلې په شلو اورونو کې د هارلین ډیول د ۴۳ منډو په مرسته ۱۱۲ منډې وکړې.
دې لوبډلې شپږ وېکټې له لاسه ورکړې.
د ویلوسیټي لوبډلې لپاره ایکټا بېشت او امېلیا کر دوه، دوه وېکټې واخېستې.
ویلوسیټي لوبډلې هدف په اتلسم اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ډانیئل ویاټ د ۴۶ منډو په مرسته پوره کړ او ټرېل لوبډلې ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړې ډانیئل ویاټ وپېژندل شوه.
ډېپتي شرما څلور وېکټې واخېستې.
نن ماښام شپږ نیمې بجې ویلوسیټي او سوپرنواس لوبډلې لوبه کوي، بایلونکې لوبډله له سیالیو بهر کېږي او ګټونکې لوبډله به د ټرېل بلېزرز لوبډلې سره پایلوبه تر سره کوي.
د دې لوبو پایلوبه د شنبې په ورځ د می په ۱۱ مه نېټه ترسره کېږي.
دا لومړی ځل دی، چې هندوستان کې د درې لوبډلو ترمنځ د چلېنج کپ په نوم ښځينه سوداکریزې سیالۍ تر سره کېږي، په دې سیالیو کې له نړیوالو مهمو ښځینه لوبډلو څخه ښځينه غوره لوبغاړې لوبېږي.
دا سیالۍ د ښځینه آې پي ایل لپاره د لار پرانېستلو یوه هڅه کېدای شي.