هند ۱۷ میاشتې وروسته د زندان یو افغان فراري نیولی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

هندي رسنیو د خپلو چارواکو په حواله ویلي، چې په نوې ډېلۍ کې یې نن یو فراري افغان نیولی.
رسنۍ وایي دغه افغان احمد جاوید نومیږي او ۵۱ کلن دی.
له زندانه فراري
د هندي رسنیو په وینا احمد جاوید په هند کې د هیروینو د قاچاق په تور نیول شوی او بندي شوی و.
هغه له یوه میاشت بند څخه وروسته له زندانه تښتیدلی و، خو پولیس یې تراوسه په لټه بوخت ول.
سرچینې وایي، چې نوموړی د پلازمېنې نوې ډیلۍ له تیهار زندان څخه په تېښته بریالی شوی و.

هندي رسنیو د احمد جاوید دا عکس خپور کړی

د ناروغۍ په پلمه تېښته
د احمد جاوید په اړه ویل شوي، چې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې یوه روغتون ته د ناروغۍ له کبله وړل شوی و.
معلومه نه ده، چې هغه ریښتیا ناروغ و او که یې د هندیانو د غولولو لپاره ځان په ناروغۍ وهلی و.
نوموړی د ۲۰۱۷ د سپتمبر په ۳۰ مه له دغه روغتون څخه د شدیدو امنیتي څارنو باوجود په تېښته بریالی شوی و.
د ۱۶۰ لکو قاچاقبر
هندي رسنۍ وایي احمد جاوید په هند کې د هیروینو له یوې لویې کڅوړې سره نیول شوی و.
د ده نیول شوې کڅوړې تر ۱۶۰ لکو هندي کلدارو پورې ارزښت درلود.
د هندي کلدارو او افغانیو بیه زیات فرق نه سره لري.
په دې ‌ډول کیدای شي ووایو، چې له نوموړي سره د شاوخوا ۱۶۰ لکه افغانیو هیروین هندي پولیسو نیولي وو.
د پاکستان لاس
هندي رسنۍ د احمد جاوید په قضیه کې د خپل لوی دښمن پاکستان لاس هم ویني.
دوی وایي جاوید د غفور په نوم د هیروینو او وسلو له یوه نړیوال دلال او قاچاقبر سره نیږدې کاري اړیکې لرلې.
غفور پاکستانی دی او د هندي پولیسو په وینا دغه هیروین ده جاوید ته ورکړي وو، څو هند ته یې ولېږدوي.
هیروین؛ افغان ـ هند اړیکو ته سرخوږی
افغان چارواکو د دې قضیې په اړه څه نه دي ویلي.
د هیروینو قاچاق یوه له هغو هڅو څخه ده، چې ډېرځله هند ته تلونکي قاچاقبران پرې خواري کوي.
د احمد جاوید په شان ډېر کم خلک په دې بریالي کیږي، چې دغه نیشه یي توکي هند ته ولېږدوي.
افغان پولیس او نور امنیتي ځواکونه تقریباً هره میاشت یو یا څو ځله پخپلو مختلفو هوایي ډګرونو کې د داسې هڅو ماهرانه کوښښونه شنډوي.
دا څو ورځې مخکې د کندهار په هوایي ډګر کې د افغان ملي امنیت منسوبینو ۴ تنه هغه قاچاقبر ونیول، چې پخپلو ګېډو کې یې هیروین په خورا مهارت ځای پرځای کړي وو.