هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: صادق طارق
هندوستان له پخوا راهیسې د سیاحت او ګرځیدو لپاره مناسب هېواد و؛ هلته اوس هم ګڼ سیلانیان ځي څو له متنوع فرهنګ، خوندورو خوړو، ښایسته طبیعت، تاریخي ځایونو، سواحلو او نورو ښایستونو خوند واخلي.
تاسې هم کیدای شي د سیاحت لېواله اوسئ، نو راځئ د هندوستان ۱۰ هغه ایالتونه وپېژنئ، چې د لیدو دي.
کرالا (Kerala)
1551629577 kerala tour feature.png هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ
کرالا د هندوستان له ترټولو ښایسته ایالتونو څخه دی.
د دې ایالت نوم په دې ډېر مشهور دی، چې د Kovalam Muzhappilangad او Varakala په شان ښایسته سواحل، نورې ښایسته سیمې، ښارونه، منظرې، ابشارونه، تاریخي ځایونه، ملي پارکونه او ژوبڼونه لري.
د دې ترڅنګ آرامه ځایونه یې هم د پام وړ دي.
راجستان (Rajasthan)
ut30 winter rajasthan tijara fort palace01 هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ
راجستان د پاچاهانو په وطن هم مشهور دی. دا ایالت د جنګونو او بریو، عاشقۍ او نورو نه هېریدونکو واقعو زیاتې افسانوي کیسې لري.
د دې ایالت له زیاتو تاریخي ابداتو، ماڼیو او کلاګانو سسره د مینې، مېړانې او زړورتیا ګڼې کیسې غوټه شوي.
د راجستان جیپور، دایپور او جادپور سیمې بیخي د لیدو دي.
گوآ (Goa)
Goa هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ
ګوا په نړیواله کچه د خپلو ښایسته سواحلو له کبله زیات مشهور دی.
لږ سیلانیان او بهرنیان به وي، چې هند ته ځي، خو دا ښار نه ګوري.
د ګوا ټول ښایستونه یوې خوا ته، د لمر پریوتو صحنه او سمندري خواړه یې بېل کیف لري.
په ګوا کې د اسکی لوبې مرکزونه، متنوع مذهبي او قومي جوړښت او تاریخي ابدات هم د پام وړ دي.
پنجاب (Punjab)
D246 92 085 1200 هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ
د پنجاب له واقعي فرهنګ څخه د خبریدو لپاره د دې ایالت کلیو ته باید لاړشئ.
هلته خوندور خواړه، قومي او مذهبي تنوع او تاریخي روایتونه ټول جالب دي.
د پنجاب د واګې بندر هم د سیلانیانو د زیات پام وړ دی.
هیماچال پرادش (Himachal Pradesh)
ham هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ
دغه ایالت د خدایانو د هېواد نوم خپل کړی.
په دې ایالت کې . Dharamsala ،Manali و Kullu او ځینې نورې تپې د سیلانیانو د ډېر پام وړ دي.
دا ایالت خوندور طبیعي مناظر هم لري، لیدل یې مه هېروئ.
اوتار پرادش (Uttar Pradesh)
agra taj هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ
اوتارپرداش په معمارۍ کې بیخي نوم لري. هلته تاریخي ودانۍ د ډېر پام وړ او د سیلانیانو د ګڼې ګوڼې سیمې دي.
په دغه ایالت کې ګڼ تاریخي او مذهبي ځایونه موجود دي.
نور ځایونه یې هم د لیدو دي، د لیدو هڅه یې وکړئ.
گجرات (Gujarat)
pprn Akshardham Temple in Gujarat هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ
ګجرات د هندوستان په لویدیزو سواحلو کې دی. دغه ایال بډای فرهنګ او تاریخ لري، ځکه خو هر کال تر ۳ میلیونو پورې سیلانیان یې لیدو ته ورځي.
دا ایالت د مهاتما ګاندي لپاره هم د خلکو خوښیږي، له دې ور اخوا تاریخي ځایونه، سواحل او معبدونه یې هم د لیدو دي.
جامواو کشمیر (Jammu and Kashmir)
Chaitre Chandesh Festival Jammu and Kashmir India هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ
جامو او کشمیر خورا سرسبزه سیمې، هوا او ښایسته درې لري.
دا ایالت تر ډېره غره ییز دی، ډېر وخت په واورو پوښلی وي.
د دې ترڅنګ یې تاریخي ابدات او تفریحي سیمې هم د کتو دي.
کارناتاکا (Karnataka)
Untitled design 38 1 هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ
کارناتاکا د سپینو ابشارونو، شنو ځنګلونو او نورو متفاوتو سیمو او منظرو له کبله ځانګړی دی.
د دغه ایالت طبیعي منظرې هم د کتو دي.
د هند د دې ایالت یو شمېر سیمې د یونیسکو د فرهنګي میراثو په لیست کې هم ثبت شوي.
غربي بنگال   (West Bengal)
teesta river along nh 31a darjeeling west bengal india هندوستان؛ دا ۱۰ ایالتونه یې باید وپېژنئ او وګورئ
غربي بنګال، چې مرکز یې د کلکتې ښار دی، له دنګو او تاریخي ځایونو بیخي ډک دی.
دغه ښار ته د هند فرهنګي پلازمېنه هم وېل کیږي. د دې ترڅنګ د ښادۍ او ماڼیو په ښار هم یاد شوی.
د کلکتې طبیعي منظرې د نړۍ په کچه مشهورې دي.
هیله ده ټولو ته یې د ورتګ فرصت در ته برابر او له لیدو یې نیږدې نه برخمن شئ.