هند له خپلواکۍ راهیسې دا دویم ځل دى، چې يوه مېرمن باندې د اعدام حکم کوي.
په ورستيو ٦٦ کلونو کې په هند کې هېڅ ښځه نه ده اعدام شوي.
۳۸ کلنه “شبنم علي” په ۲۰۰۸م کې د ملګري په ملتیا د خپلې کورنۍ د اوو غړو د وژلو په دليل په اعدام محکومه شوې وه.
د “اترپردیش” په یوه زندان کې چارواکي د اغلې علي او د هغې د ملګري “سلیم” د اعدام لپاره تیاری کوي. سليم په ۲۰۱۰م کې په مرګ محکوم شوی دى.
د هند حوزوې محکمې او د هند سترې محکمې د دواړو وکیلانو غوښتي، چې په ۲۰۱۵م او ۲۰۲۰م کې کړي وي، رد کړي دي.
د مرګ د سزا د بندولو وروستۍ قانوني هڅه د “شبنم علي” د دولس کلن زوي “تاج” لخوا وشوه، چې ناکامه شوه.
د تاج پالنه اوسمهال يوه بله کورنۍ پر غاړه لري، چې تاج په زندان کې زېږېدلى دى.
که چيرې د اعدام حکم ترسره شي، نو “شبنم علي” به د هندوستان له خپلواکۍ وروسته دویمه ښځه وي، او په ۶۶ کلونو کې به لومړنۍ ښځه اعدام شي.
په ۱۹۵۵ کې، د هند د ازادۍ ورسته لومړۍ ښځه د درېیو نجونو د وژلو په تور اعدام شوې وه.