۲۰۳۰ ته د هند اقتصادي ټارګیټ؛ امریکا څنډې ته کول غواړي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د هند حکومت ویلي، چې په ۲۰۳۰کې د دغه هېواد اقتصادي ټارګیټ په اقتصادي برخه کې د امریکا متحده ایالاتو څنډې ته کول دي.
د دغه هېواد د کابینې یوه غړي راجنات سینګ این ډي ټي وي ته د مرکې پرمهال دا خبره کړې ده.
هغه ادعا کړې، چې د صدراعظم مودي په حکومت کې یې د هېواد اقتصاد د پام وړ پرمختګ کړی.
د ده په وینا هېواد یې په ۲۰۱۴ کې د نړۍ د لسو غوره اقتصاد لرونکو هېوادونو په ډله کې نهم مقام ترلاسه کړ او په ۲۰۱۸ کې یې خپل دا مقام شپږم ته ورسوه.
نوموړي هیله مندي وښوده، چې تر څو راتلونکو میاشتو به دغه مقام پینځم ته ورسوي.

راجنات سینګ، د لومړي وزیر نریندرا مودي د کابینې غړی دی

د استانډارډ چارترډ وړاندوینې
د څو ملیتي مالي او بانکي خدمتونو دغه نړیوال شرکت په یوه وړاندوینه کې ویلي، چې هند به تر ۲۰۳۰ پورې د نړۍ له څو تر ټولو مخکښو غوره اقتصاد لرونکو هېوادونو څخه وي.
یاد شوي شرکت همدا شان وړاندوینه کړې، چې چین به په ۲۰۲۰ کې د نړۍ تر ټولو ځواکمن اقتصاد وي.
د هند په اړه په ۲۰۲۰ کې د یاد شوي بنسټ وړاندوینه دا ده، چې له امریکا څخه به مخکې او دویم غوره اقتصاد به شي.
همدا شان د اندونیزیا په اړه تمه کیږي، چې پینځم غوره نړیوال اقتصاد به شي.
لس غوره اقتصادي هېوادونه
د نړۍ د لس غوره اقتصاد لرونکو هېوادونو په اړه تر ۲۰۳۰ پورې د د استانډارډ چارترډ نړیوال شرکت وړاندوینې په دې ډول دي.
البته دا وړاندوینې د ناخالصه کورنیو تولیداتو له مخې شوي:
چین :(64.2 تریلیونه ډالره)
هند: (46.3 تریلیونه ډالره)
آمریکا :(31 تریلیونه ډالره)
اندونیزیا: (10.1 تریلیونه ډالره)
ترکیه: (9.1 تریلیونه ډالره)
برازیل :(8.6 تریلیونه ډالره)
مصر:(8.2 تریلیونه ډالره)
روسیه:(7.9 تریلیونه ډالره)
جاپان: (7.2 تریلیونه ډالره)
آلمان :(6.9 تریلیونه ډالره)