د اسټرالیا او هندوستان د ټېسټ لوبو تاریخچه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ له ۱۹۴۷ کال راهیسې ۱۳۵ ټېسټ لوبې شوي، چې ۵۲ هند ګټلي او ۸۳ اسټرالیا ګټلي دي.
۱۹۴۷ او ۴۸ کلونو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ په اسټرالیا کې ۵ ټېسټ لوبې شوې وې، چې دغه لوبې ۴ د صفر پر وړاندې استرالیا وګټلې او یوه لوبه مساوي شوه.
په همدې کال لومړۍ لوبه په برېسبین سیمه کې اسټرالیا په یوه پاڼۍ او ۲۲۶ منډو وګټله، دویم ټېسټ په سېډني ښار کې ډرا شو، درېیم ټېسټ په مېلبورن ښار کې ترسره شو، چې اسټرالیا په ۲۲۳ منډو ګټلی و، څلورمه ټېسټ لوبه په اډیلایډ کې ترسره شوه، چې اسټرالیا په ۱۶ منډو یوه پاڼۍ ګټلی و او پنځمه ټېسټ لوبه هم په مېلبورن کې ترسره شوه، چې اسټرالیا په یوه پاڼۍ او ۱۷۷ منډو ګټلې وه.

۱۹۵۶ او ۵۷ کلونه

دې کلونو کې اسټرالیا، هندوستان ته سفر کړی و، لومړۍ ټېسټ لوبه اسټرالیا په یوه پاڼۍ او ۵ منډو ګټلې وه، دویمه ټېسټ لوبه ممبيي ښار کې مساوي شوه او درېیمه لوبه اسټرالیا په کلکتې ښار کې په ۹۴ منډو ګټلې وه.
سیریز دوه د صفر پر وړاندې اسټرالیا ګټلی و.

۱۹۵۹ او ۶۰ کلونه

دې کلونو کې هم اسټرالیا، هندوستان ته سفر کړی و، لومړۍ لوبه استرالیا په یوه پاڼۍ او ۱۲۷ منډو ګټلې وه، دویمه ټېسټ لوبه هند په ۱۱۹ منډو ګټلې وه، درېیمه لوبه مساوي شوه، څلورمه لوبه اسټرالیا په یوه پاڼۍ او ۵۵ منډو د هند په مدراس ښار کې ګټلې وه او وروستۍ ټېسټ لوبه مساوي شوه.
دې کې دوه لوبې مساوي شوې، دوه اسټرالیا وګټلې او یوه هند خپله کړې وه.

۱۹۶۴ او ۶۵ کې

اسټرالیا لومړۍ لوبه په مدراس ښارپه ۱۳۹ منډو ګټلې وه، دویمه لوبه ممبيي کې هند په دوه وېکټو وګټله، دریمه لوبه مساوي شوه.
سیریز کې یوه لوبه هند، یوه اسټرالیا وګټله او یوه  لوبه مساوي شوه.

۱۹۶۷ او ۶۸

دې سریز کې اسټرالیا لخوا هندوستان کلین سويپ شو، څلور ټېسټ لوبې ټولې اسټرالیا په خپل کوربتوب وګټلې او هندوستان تش لاس هند ته راستون شو.
ind vs aus.jpg

۱۹۶۹ او ۷۰

لومړۍ ټېسټ لوبه اسټرالیا په ۸ وېکټو ممبيي ښار کې وګټله، دویمه ټېسټ لوبه مساوي شوه، درېیمه ټېسټ لوبه هند په اووه ګټلې وه، بله لوبه اسټرالیا په لس وېکټو وګټله او پنځمه لوبه کې استرالیا، هند ته په ۷۷ منډو ماته ورکړه.
سیریز درې د یو پر وړاندې اسټرالیا وګاټه او یوه لوبه ډرا شوه.

۱۹۷۷ او ۷۸ کلونو کې لوبې

د دې لوبو سیریز هم اسټرالیا کې وشو، چې لوبلړۍ درې د دوه پر وړاندې اسټرالیا وګټله.

۱۹۷۹ او ۸۰

په دې کلونو هند اسټرالیا ته تللی و او د ټېسټ لوبو په تاریخ کې یې لومړۍ لوبلړۍ وه، چې اسټرالیا کې یې وګټله.
د ۶ لوبو سیریز کې دوه لوبې هند وګټلې او ۴ لوبې مساوي شوې.

۱۹۸۹ او ۸۱ کلونو کې ټېسټ لوبلړۍ

درې ټېسټ لوبې په اسټرالیا کې ترسره شوې، چې یوه هند، یوه اسټرالیا وګټله او یوه لوبه ډرا یا مساوي شوه.

۱۹۸۵ او ۸۶ کلونه

دواړه لوبډلې ونه توانېدې، چې کومه لوبه وګټي او درې واړه لوبې مساوي شوې.

۱۹۸۶ او ۸۷

د درې لوبو لړۍ په هندوستان کې مساوي شوه، یوه لوبه د باران له امله ټای یا وتړل شوه او دوه لوبې مساوي شوې.
په همدې کال د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ درې د دوه پر وړاندې هند وګټله.

۱۹۹۱ او ۹۲ کې د هند او اسټرالیا ټېسټ لوبې  

پنځه ټېسټ لوبې په اسټرالیا کې ترسره شوې وې، چې ۴ د صفر پر وړاندې اسټرالیا وګټلې او یوه لوبه مساوي شوه.

۱۹۹۶ او ۹۷ کې لوبې

یواځېنۍ ټېسټ لوبه وه او هندوستان وګټله.

۱۹۹۷ او ۹۸ کلونو کې لوبلړۍ

د درې ټېسټ لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې هند وګټله.

۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ کلونه

لوبې په اسټرالیا کې وشوې او درې واړه ټېسټ لوبې اسټرالیا درې د صفر پر وړاندې وګټلې.

۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کې لوبې

دوه د یو پر وړاندې د ټېسټ لوبو لړۍ هند وګټله او د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ، درې د دوه پر وړاندې اسټرالیا وګټله.

۲۰۰۳ او ۴ کلونه

څلور ټېسټ لوبو کې یوه هند، یوه اسټرالیا وګټله او دوه مساوي شوې.
۲۰۰۴ او ۵ کې څلور ټېسټ لوبې وشوې، چې دوه یې اسټرالیا وګټلې، یوه هند او یوه لوبه مساوي شوه.

۲۰۰۷ او ۸ کلونه

د څلورو ټېسټ لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې اسټرالیا وګټله او یوه لوبه مساوي شوه.

۲۰۰۸ او ۹ کلونو کې

څلور ټېسټ لوبې په هند کې ترسره شوې، چې دوه هند وګټلې او دوه لوبې ډرا شوې.

۲۰۱۰ او ۱۱ کلونه

دې دوه ټېسټ لوبو کې د هند لوبډلمشر ایم اېس ډوني او د اسټرالیا ریکي پونټېنګ و، چې دواړه لوبې هند وګټلې.

۱۱ او ۱۲ کلونه

څلور ټېسټ لوبې په اسټرالیا کې ترسره شوې او ۴ واړه اسټرالیا وګټلې.

۱۲ او ۱۳ کلونه

څلور ټېسټ لوبې په هند کې ترسره شوې او ۴ واړه هندوستان وګټلې.

۱۴ او ۱۵ کلونه

څلور ټېسټ لوبې وې، چې دوه مساوي او دوه استرالیا وګټلې.

۲۰۱۶ او ۱۷ کلونه

څلور ټېسټ لوبې وې، چې دوه هند وګټلې، یوه استرالیا وګټله او یوه لوبه مساوي شوه.

۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې

څلور ټېسټ لوبې په اسټرالیا کې ترسره شوې، چې دوه یې هند، یوه اسټرالیا وګټله او یوه لوبه مساوي شوه.

۲۰۲۰ او ۲۱ کلونه

۲۰۲۰ او ۲۱ کې د بارډر ګوسکر په نامه څلور ټېسټ لوبې ترسره شوې، چې یوه اسټرالیا، دوه هند وګټلې او یوه لوبه ډرا شوه.
په دې سفر کې هند او اسټرالیا درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړې، چې یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې اسټرالیا وګټله او د دوه شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د یو پر وړاندې هند وګټلې.
په دې لوبلړۍ کې چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۱۹ مه پای ته ورسېده، ډېره پورې د هندوستان ځوانو لوبغاړو لکه رېشاب پنټ، شوبمن ګېل، شاردول تاکور، محمد سراج او واشېنګټن سونډر غوره کرکټ وکړ.
دوی د هندوستان د لوبغاړو او خلکو سربېره د نړۍ د مختلفو کرکټرانو لخوا وستایل شول او خصوصا ای بي ډیویلیرس بیا رېشاب پنټ چې په وروستي ټېسټ کې یې ۸۹ ناسوځېدلې منډې وکړې، خورا وستایل شو.