په اسټرالیا کې د کوربه اسټرالیا او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو د پیل شوې لړۍ په لمړۍ لوبه کې هندوستان، خو په دویمه سیالۍ کې کوربه اسټرالیا لوبډلې د ۱۴۶ منډو په توپیر سره بریا خپله کړه.
په سیالۍ کې اسټرالیا په لمړۍ توپ وهنې ۳۲۶ او په دویمه پاڼۍ کې ۲۴۳ منډې جوړې کړې، چې په ځوابیه لوبه کې هندوستان د ویرات کوهلي د سلیزې ۱۲۳ منډو سره سره لمړی په ۲۸۳ او دویم ځل په ۱۴۰ منډو سره ټول لوبغاړي وبایلل.
اسټرالوي سپین بالر نیتن لاین د ۸ هندي لوبغاړو په سوځولو سره د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.
له دې وړاندې په لمړۍ ټیسټ سیالۍ کې هندۍ لوبډلې بیا اسټرالیا ته د ۳۱ منډو په مخکې والي سره ماته ورکړې وه.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو د روانې لړۍ دوه نورې لوبې هم شته، چې دریمه ټیسټ سیالي د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۶ مه او وروستۍ ټیسټ لوبه به د جنورۍ میاشتې په دریمه نېټه پیل شي.
همدا راز د روان سفر په ترڅ کې به درې ۵۰ اوریزه لوبې هم ترسره شي، چې ورسره به اسټرالیا ته د هندۍ لوبډلې سفر هم پای ومومي.
د «کریک بز» ویب پاڼې د معلوماتي مهالویش له مخې، لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالي به د جنورۍ میاشتې په ۱۲ مه، دویمه په ۱۵ او وروستۍ لوبه په ۱۸ مه نېټه ترسره شي.