په کوربه نیوزیلینډ د هندوستان سترګې سرې دي !

سپینه تجريدي ډیزاین

په نیوزیلینډ کې د کوربه نیوزیلینډ او میلمه هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه او درې ۲۰ اوریزه لوبو د سیریزونو لړۍ، چې د تیرې چهارشنبې په ورځ په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ سره پیل شوې؛ پکې هندۍ لوبډلې په ۳ مسلسل لوبو کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړې.

هندۍ لوبډلې د ۵ لوبو لړۍ په وروستۍ دریمې لوبې سره ګټلې ده، خو وروستۍ دوه لوبې هم ورته خورا مهمې دي، تر څو کوربه لوبډله کلین سویپ یا ۵ مسلسل ماتو سره مخ کړي، خو بلخوا نیوزیلینډۍ لوبډله به هم وروستیو دوه بریاوو ته په تمه ده.

هندي کرکټ بورډ لوبډلمشر ویرات کوهلي ته په وروستیو دواړو ۵۰ اوریزه سیالیو کې ارام ورکړی دی او پر ځای به یې روهیت شرما د لوبډلمشرۍ واګې ولري.

نیوزیلینډي کرکټ بورډ هم هندوستان ته د ځوابي ماتو په موخه الراونډر جیمي نیشام او ټاډ اسټیل لوبډلې ته راغوښتي دي.

دواړه لوبغاړي د ټپونو له کبله د لمړیو دریو سیالیو څخه بهر بې برخې و، خو اوس جیمي نیشام د الراونډر بریس ویل او ټاډ اسټیل د لیګ سپینر ایس سودي پر ځای لوبډله کې شامل شوي دي.

ټاکال شوې د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه ۵۰ اوریزه سیالي د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۳۰ مه نېټه ترسره شي او ورپسې به وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبه د فیبرورۍ په دریمه نېټه ترسره شي.

هندۍ کرکټ ملي لوبډله تازه د اسټرالیا کامیاب سفر وروسته نیوزیلینډ ته تللې ده، چې اوس یې د اسټرالیا په څیر نیزیلینډ هم ګیر کړی دی.

دغې لوبډلې د اسټرالیا خلاف ۴ ټیسټ، درې ۵۰ اوریزه او دوه ۲۰ اوریزه لوبې ترسره کړې، چې د ټیسټ او یو ورځینیو لوبو لړۍ یې وګټلې.

د نیوزیلینډ په کوربه توب د هند په روان سفر کې به د ۵ یو ورځینیو سیالیو وروسته درې ۲۰ اوریزه لوبې هم ترسره شي، چې د فیبرورۍ په ۶ مه، ۸ مه او ۱۰ مه نیټو ترسره کېدونکې دي.