هند سره د ویرات کوهلي نشتون او پر پاکستان د وروستیو ماتو فشار

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

پاکستانیان او هندیان په خپلو کې د کرکټ سیالۍ ته ډیر کله دې یوې لوبې په سترګه نه بلکې د کشمیر پر سره د جګړې په سترګه ګوري.
کله هم چې د دواړو هیوادونو ترمنځ لوبه وي، نو د دواړو هیوادونو په میلونونو عوامو سربېره یې چارواکي هم څاري.
د دواړو هیوادونو ترمنځ اوږدو تاریخي کشمکشونو ددوی ترمنځ د کرکټ سیالي هم جالبه کړې. یو لوری هم د بل په وړاندې د ماتې زغم نه لري.
د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ په اسیا جام سیالیو کې نن دواړه هندوستان او پاکستان په سیالۍ کې مخامخ دي، چې ورته بې شمیره د کرکټ مینه وال هم په تمه دي.
ویل کیږي، د پاکستان اوسنی لومړی وزیر او ددې هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان عمران خان هم د دغه لوبې د نندارې په موخه لوبغالي ته ورځي.
د نن ورځ سیالۍ کې ښايي د پاکستان لپاره د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي نشتون یو زیری وي، خو په وروستیو لوبو کې پاکستان د هندۍ لوبډلې خلاف د پرلپسې لوبو د ماتې له کبله د یو څه فشار لاندې ښکاري.
هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي ته د انګلستان سفر وروسته د هندي کرکټ بورډ لخوا ارام ورکړل شوی او په دې سیالیو کې یې ګډون ونکړ، خو په ننۍ لوبه کې به تر ډیره د ویرات کوهلي نشتون د هندۍ لوبډلې لپاره یوه تشه وي.
بلخوا هندي لوبډله داسې مهال د پاکستان خلاف سیالۍ کې مخامخ کیږي، چې بیګا شپه یې د یوې سختې لوبې وروسته هانګ کانګ ته د۲۶ منډو په توپیر سره ماته ورکړه، او د دوبۍ په توده هوا کې پرلپسې دوه لوبې یو څه د ستړیا سبب کیدای شي.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د مازیګر په ۴ بجو سره پیل کیږي او همدا راز د سبا ورځ په سیالۍ کې به افغان لوبډله د بنګله دیش خلاف په خپلې دویمې لوبې کې مخامخ شي.