عمران خان پر داسي مهال د افغان کرکټ ملې لوبډلې ستاینه کوي، چې د تېر ۲۰۲۰م کال په نوومبر میاشت کې هغه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ملې لوبډلې سره وکتل او افغان لوبډلې ته یې پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړه، ترڅو د پاکستان ملې لوبډلې سره څو دوستانه سیالۍ وکړې.
بل پلوه افغان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې راتلونکې سیپټمبر میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ درې سیالۍ ترسره کوي.
دا سیالۍ، چې د سیپټمبر میاشتې په لومړۍ، درېیمه او اوومه نېټه ترسره کیږي، د افغانستان په کوربتوب به په سریلانکا هیواد کې وشي.
افغان کرکټ ملې لوبډلې دې سیالیو ته د ښه چمتوالي په موخه په دوو پړاوونو کې تمرینونه ترسره کړل او له هغه وروسته افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې ۱۷ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه، چې پکې تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes