پاکستانیان عمران خان ته نوبل جایزه غواړي

رنګین تجريدي ډیزاین

نیږدې ۳ سوه زره پاکستانیانو د ډله ییزو لاسلیکونو په کولو سره خپل صدراعظم عمران خان ته د سولې د نوبل جایزې په نومانداتو کې د نوم لیکنې غوښتنه کړې ده.
د هندي پیلوټ خوشې کیدل
دا پاکستانیان د عمران خان په امر د هند د یوې جنګي الوتکې د پیلوټ خوشې کول سولې ته د عمران خان قرباني او لېوالتیا ګڼي.
دوی باور لري، چې د صدراعظم دغه کار یې د هندوستان او پاکستان ترمنځ په سخت کړکېچن پړاو کې د جنګ امکان کمزوری او سوله ییزې فضا ته د ستنیدو چانس پیاوړی کړ.
د منځګړتوب غوښتنې
د عمران خان پلویان دغه راز د ملګرو ملتونو له سرمنشي، د ترکیې له ولسمشر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو مطرحو بهرنیو مشرانو سره د عمران خان ټلیفوني خبرې او له هند سره یې د پاکستان د منځګړتوب غوښتنه د نوموړي نورې سوله ییزې هڅې یادوي.
د ویلو ده، چې عمران خان له خپل هندي سیال نریندرا مودي سره هم د ټلیفوني خبرو هڅه کړې، چې په وینا یې هغه ورسره نه دی غږیدلی.
د عمران خان پلویانو هغه ته د نوبل جایزې د غوښتو لياره پر ټویټر ټولنیزې شبکې کمپاین پیل کړی.

abhi nandan پاکستانیان عمران خان ته نوبل جایزه غواړي
نیول شوی هندي پیلوټ ابهی ناندان پرون هند ته وسپارل شو

حکومتي کمپاین
د ټولنیزو رسنیو یاد شوی کمپاین تر ډېره حکومتي فرمایش ښکاري.
دلیل یې دا دی، چې له دغه کمپاین سره هم مهاله د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودھري هم پرون شنبه پارلمان ته په همدې اړه یوه طرحه وړاندې کړه.
په طرحه کې له پارلمان څخه غوښتل شوي څو د نوبل جایزې له ورکوونکې ډلې رسما وغواړي چې د ۲۰۲۰ د سولې نړیواله جایزه عمران خان ته ورکړي.
د هند او پاکستان کړکېچ
پاکستان او هند په وروستیو کې له دې کبله کړکېچ سره مخ شول، چې هند په کشمیر کې پر خپلو سرتېرو د ځانمرګي برید پړه پر پاکستان واچوله او د غچ اخیستو لپاره یې په دغه هېواد کې د بریدګرې ترهګرې ډلې پټنځایونه بمبار کړل.
وروسته پاکستان د یوې هندي جنګي الوتکې د نسکورولو او یوه هندي پیلوټ د نیولو خبر ورکړ.
پاکستان د تېرې جمعې په ورځ دغه پیلوټ هند ته وسپاره او ورسره سم یې د سوله غوښتنې شعارونه شروع کړل.
د منافقت نوی انداز
د شنونکو په باور پاکستان په دې ډول نوې لوبه او منافقت کوي څو د نړۍ يام له خپلو ترهګریزو موخو څخه په بل لور واړوي.
پر پاکستان د هند له برید وروسته هیڅ کوم هېواد د پاکستان ننګه ونه کړه او هند ته یې د برید مشروعیت ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خو لا په ډاګه وویل، چې هند پر پاکستان نه، پر ترهګرو برید کړی.
له دې سره پاکستان په نړیواله کچه سخت منزوي شوی او د سوله غوښتنې د هڅو په نوم خپل شرم او بدنامي پټول غواړي.