پاکستان له هند سره د اړیکو ښه کولو د شدید مجبوریت او هڅو په لړ کې اعلان کړی، چې زر به له هغه هېواد سره پاکستان ته د هندو مذهبو د بې ویزې سفرونو په اړه مذاکرات وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وایي، هېواد یې نن یو پلاوی په دې موخه د واګې بندر ته لیږلی څو له هندي لوري سره په لومړي ځل په دې اړه مذاکرات پيل کړي.
پاکستاني ویاند ویلي، چې پلاوی یې د حسن نیت له پیغام سره مذاکراتو ته تللی، څو هند ته وښيي چې دوی ورسره دوستانه اړیکې غواړي.
د محمد فیصل په وینا په پاکستان کې د هندو مذهبو ګڼ مذهبي مرکزونه شته، چې دوی ورته د تګ راتګ د اسانۍ لپاره له هندي چارواکو سره خبرې کوي.
پاکستان وایي، هند ته په مذاکراتو کې وړاندیز کوي، چې هندو مذهبه هندیان له ویزې پرته هم د خپلو مذهبي سفرونو لپاره پاکستان ته تګ راتګ کولای شي.
د بابا نانک مقبره
د هندو مذهبو د یوه لوی مذهبي مشر باباګرونانک مقبره په پاکستان کې ده.
هندیان تر ډېره د هماغه مزار ته د زیارت لپاره پاکستان ته د سفر لېواله دي.
پاکستاني ویاند نن ویلي، چې دوی به هند ته په نننیو مذاکراتو کې د دغه مزار د ښې پالنې ډاډ هم ورکړي.
د دیپلوماتیک رشوت هڅه
د دیپلوماسۍ د چارو شنونکي باور لري، چې پاکستان په دې ډول هند ته دیپلوماتیک رشوت ورکوي څو د کړکېچنو اړیکو په درشل کې یې غوسه کمه او له شره یې ځان خلاص کړي.
د پاکستان یوه سیمه څه موده مخکې له دې کبله د هندي جیټ الوتکو له لورې بمبار شوه، چې ترهګرو ډلو یې په کشمیر کې پر هندي سرتېرو ځانمرګی برید کړی و.
د پاکستان چارواکو د دغه بمبار د غچ اخیستو ګواښ کړی و، خو په عمل کې یې د غچ اخیستو پرځای د ملګرو ملتونو سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ترکیې ولسمشر ته ټلیفونونه وکړل، څو له هند سره یې د کړکېچنو اړیکو د مهارولو لپاره منځګړتوب وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان صدراعظم ته ویلي و، چې هند پرپاکستان بمبار نه دی کړی؛ بلکې ترهګر یې په نښه کړي.
په دغه بمبار کې هند د ۳ سوه پاکستاني ترهګرو د وژلو ادعا کړې وه.
د یوې بلې دسیسې هڅه
ځینې شنونکي پاکستان ته د هندو مذهبو هندیانو د سفرونو د اسانولو وړاندیز د پاکستان یوه نوې دسیسه ګڼي.
د دوی په باور پاکستاني چارواکي له ویزو پرته د دغو سفرونو د اسانتیا برابرولو په لوبه کې غواړي سفرکوونکي هندیان د ناقانونه سفرونو او مشکوکو فعالیتونو په تور ونیسي او هند پرې پخپلو چارو کې په لاسوهنې تورن کړي.
هندوستان د پاکستان په دغو وړاندیزونو کومه تبصره نه ده کړې.