پاکستانیان: زموږ پزه يې راپرې کړه؛ عمران خان ته جعرافیه ولولئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په ایران کې وویل، چې جرمني او جاپان د پولې په سر شخړې له خبرو او اقتصادي همکاریو د پراختیا له لارې حل کړې.
نوموړي د جرمني او جاپان مثال ځکه راوړ، چې ایران ته وښيي، د پاکستان او ایران په ګډه پوله روانه ګډوډي هم د خبرو او اقتصادي پراختیا له لارې هوریدلای شي.
خو لومړی وزیر عمران خان په دې نه پوهیده، چې جاپان په ختیځه اسیا کې او جرمني په مرکزي اروپا کې پراته هیوادونه دي او یو بل سره هیڅ شریکه پوله نه لري.
عمران خان ویلي:

“څومره چې د [هیوادونو] ترمینځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاتیږي، هومره دوه اړخیزې اړیکې پیاوړي کیږي. جاپان او جرمني په پوله یو بل سره شریکه سوداګري لري. اوس د دواړو هیوادونو اړیکې ښې دي، ځکه چې اقتصادي ګټې يې سره شریکې دي.”

د ټایمز اف انډیا خبریال لیکي، باور دادی، عمران خان غوښتل د فرانسې او جرمني په ګډو همکاریو وغږیږي، چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته يې ښې اړیکې جوړې کړې. فرانسه او جرمني دوه ګاونډي هیوادونه دي؛ خو د فرانسې په ځای يې د جاپان نوم یاد کړ.
د عمران خان تیروتنې نه یواځې چې د مجلس ګډونوال حیران کړل، بلکې د نوموړي د خبرو ویډیوي کلیپ اوس په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي او د خلکو مسخره شو.
د شمعه جنجو په نوم د ټویټر یوې فعالې لیکلي:

“عمران خان ویلي، چې جاپان او جرمني ګډه پوله لري. خیر دی، دې سړي ته د وینا د متن یو لیکوال وګورئ؛ یا څوک ورته جعرافیه ولولئ. دې سړي سره څه وکړو؟!”

يوې بلې پاکستانۍ په ټویټر لیکلي، ویرونکې ده، چې د یو اټومي ځواک درلودنکي هیواد لومړی وزیر دې عمران خان وي.
دا د عمران خان لومړی ځل نه دی، چې په تیوریکي لحاظ د معلوماتو له کمي سره مخ دی. نوموړي څه موده وړاندې ویلي وه، چې “د افریقا هیواد”؛ حال دا چې افریقا هیواد نه دی، بلکې یوه لویه وچه یا براعظم دی. هغه دا هم ویلي وه، چې د چین اورګاډي له نور (رڼا) څخه تېز دي.
د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري هم د جرمني او جاپان په اړه د عمران خان په تیروتنه غبرګون ښودلی. نوموړي لیکلي:

“ډیره د شرم خبره ده. اکسفورډ هم ځينې خلک چې یواځې کرکټ يې زده وي، فارغوي.”

ایران ته د عمران خان سفر:
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ایران ته په خپل رسمي سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او یو شمیر لوړ رتبه چارواکو سره لیدلي.
عمران خان ایران ته په داسې مهال سفر کړی، چې د دواړه هیوادونو ترمینځ دعوو دنګلو زور اخیستی. تیره اوونۍ په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ ۱۴ ملیشه سرتیري په یو کمین کې ووژل شول. د پاکستان حکومت ایران تورن کړ، چې په پيښه کې ښکیله وسله واله ډله ایران میشتې ده.
تېر فبروري میاشت په ایران کې د یو خونړي برید پر مهال د ایران ۲۷ امنیتي سرتیري ووژل شول. د ایران حکومت يې پړه د جیش العدل په وسله والې ډلې وتپله او پاکستان يې تورن کړ، چې یادې ډلې ته پناه ځای ورکوي.
د عمران خان دوه ورځینی سفر، چې پرون پای ته ورسیده، د خبرو مهم اجنډا يې د پولې امنیت، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه او دوه اړخیزه همکاري وه.
د رپوټونو په اساس، ایران او پاکستان په پوله د ګډوډۍ او د ترهګرو سره د مبارزې په موخه، د یو ګډ امنیتي ځواک په جوړولو هم سلا کړې.