د عمران خان په اړه د " جمائما " ټویټ « تا داسې څه جادو وکړ؟»  په ټاپ ټرینډ کې راغی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پخوانۍ برطانوۍ مېرمن “جمائما ګولډ اسمتھ” لخوا د خپل مخکنې میړه په اړه کړی ټویټ د ډېر لیدونکو له امله په ټاپ ټرینډ کې راغی.
جمائما ګولډ په ۱۸ د فبروری په آرټسټک انداز جوړ شوی د یو فرضي فلم پوسټر شیئر (خپور) کړ.
جمائما د فلمي پوسټر په خپرولو پوښتنه کړې ‘ څوک به د لولي وډ (پاکستانی فلم انډسټري) پوسټر نه خوښوې؟ او دا یې هم واضیح کړې ‘ چا چې دا پوسټر خپور کړی زما یو ملګري هغه په لاهور کې لیدلی دی.
د پوسټر تر څنګ جمائمه په پوسټر لیکل شوې اردو جمله هم په انګلیسې لیکلي:
cfd5dfbe b9b1 4fa7 a778 1d64923da33b د عمران خان په اړه د " جمائما " ټویټ « تا داسې څه جادو وکړ؟»  په ټاپ ټرینډ کې راغی

( what kind of black magic did you do?)

جمائما چې د کوم فرضي فلم پوسټر خپور کړی په ياد پوسټر کې صدراعظم عمران خان په چوکۍ ناست دی چې د هغۀ مېرمن بشری’ بي بي او جمائما ګولډ اسمتھ انځورونه هم  پکې شامل دي.
چې یاد فرضي فلم پوسټر باندې په اردو ژبه یوه جمله لیکل شوې:

 ” تا داسې څه جادو وکړ؟  “

د جمائما ګولډ اسمتھ دا پوسټ په څو ساعتونو کې ۴۰۰۰ کرتي (ځلې) ریټویټ یعنې شریک شوی چې د ۲۲ زره څخه ډېر لائیک شوی او په درجنونو کسانو په یاد ټویټ نظرونه ورکړي، چې وروسته وروسته، د جمایمه نوم ټوئټر په پاکستان کې تر ټولو لوی ټرینډ شو.
03a7143b d62e 4894 96f3 694bcda470a3 د عمران خان په اړه د " جمائما " ټویټ « تا داسې څه جادو وکړ؟»  په ټاپ ټرینډ کې راغی
د جمائما ګولډ اسمتھ پر ټویټ خلکو رنګارنګ کمنټونه کړي، چې ځینو پرې حتا انتهایي نا مناسب کمنټونه هم کړي دي، که څه هم ځینو خلکو ښه کمنټونه کړي، چې پکې یې جمائما اوس هم د عمران خان ښه د ژوند ملګرې بللي ده.
د سپیناوې په موخه یو بل ټویټ !
3629aa6e d28f 4482 887c 9e399ee145b9 د عمران خان په اړه د " جمائما " ټویټ « تا داسې څه جادو وکړ؟»  په ټاپ ټرینډ کې راغی
د خلکو د قسما قسم ټویټونو(عکس العمل ښودلو) وروسته جمایما ګولډ اسمتھ د خپل کړي ټویټ د سپیناوې په موخه خلکو ته یو بل ټویټ وکړ، چې فلمي پوسټر والا پوسټ دې ډېر جدي نه نیسي، هغه یوازې یوه ټوکه وه، که څه هم په حقیقت هغه د پاکستاني فلمونو پوسټرز، د کوڅو آرټ او د ټرک آرټ یو ریښتینی انځور و.
د جمایما له ټویټ وروسته ” میمز بای ډاکټر نیب” نامي یوټر هینډل کوونکي یو بل د فرضي فلم پوسټر په خپرولو جمایما ته خطاب کې ویلي؛ په حقیقت کې هغه پوسټر کوم چې تا شیئر کړی جعلي و، اصلي یې دا یو دی.
0075c5be 2b43 41b1 81c0 cc4436dfc460 د عمران خان په اړه د " جمائما " ټویټ « تا داسې څه جادو وکړ؟»  په ټاپ ټرینډ کې راغی
جالبه یې دا ده، چې د “میمز بای ډاکټر منیب” له خوا په خپور شوي پوسټر کې د عمران خان سره د هغه دویمه مېرمن ” ریحان خان ” لیدل کېږي.
حسنین شاهین د جمایما او عمران خان ګډ انځور په خپرولو سره لیکي، مونږ ټول له تاسره ډېره مینه لرو.
0884c058 0454 492c a4a8 4e828b0e3a26 د عمران خان په اړه د " جمائما " ټویټ « تا داسې څه جادو وکړ؟»  په ټاپ ټرینډ کې راغی
ـ د یادونې وړ ده، چې عمران خان له جمایما سره په ۱۹۹۵ کې واده کړی او په ۲۰۰۴ کال کې یې طلاق شوی دی، له هغې وروسته یې په کال ۲۰۱۵ کې د یوې ټي وي (تلویزون)  پرګرام چلوونکې “ریحان خان” سره دویم واده وکړ، چې دویم واده یې یوازې لس ۱۰ میاشتې دوام وکړ.

6e9147b1 e7c7 49f5 930b 07362a8cbb19 د عمران خان په اړه د " جمائما " ټویټ « تا داسې څه جادو وکړ؟»  په ټاپ ټرینډ کې راغی
له بشرا بي بي سره د عمران خان واده دا دریم ښځه راځي، خو معلومه نه ده چې دا به دوام کوي او که طلاقیږي

عمران خان دریم واده په کال ۲۰۱۸ فیبروری کې له بشرا بي بي سره کړی دی چې تر اوسه دوام لري.