دا ۱۰ څیزونه په پام کې ولرئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ فزیکي او ذهني روغتیا مو تر نورو څیزونو ډېره مهمه ده، نور څیزونه په دویم پړاو کې دي.
۲ ـــ دا چې خپل ژوند ته کومو کسانو ته لاره ورکوئ، یو حیاتي تصمیم دی، له هغه سره د یوه چانسي تصمیم په څېر چلند مه کوئ.
۳ ـــ که چېرې پیسو، مقام او څوکۍ ته اعتبار او ارزښت ورکړئ، هرڅه چې ولرئ، درته بسنه به ونه کړي.
۴ ـــ کرکه کول آسان کار دی، خو پوښتنه داده، چې آیا د کوم څه د بدلون سبب ګرځي او که نه؟
۵ ـــ پښېماني تل هغه مهال را منځته کېږي، چې د یوه کار له ترسره کولو څخه مخکې له ځانه سمې پوښتنې ونه وکړئ.
۶ ـــ د دې له پاره، چې نړۍ وکولای شي، تاسو پر ځمکه را وغورځوي، لومړی اجازې ته اړتیا لري.
۷ ـــ هر څومره، چې کوم چا یا کوم څه ته ډېر ارزښت ورکړئ، نو ارزښت ورکول بې مانا کېږي.
۸ ـــ وده هغه څه ده، چې ژوند په زړه پورې ساتي او د سختو او ستونزمنو کارونو له ترسر کېدو څخه په لاس راځي.
۹ ـــ مینه هغه څه ده، چې له بریده زیاته ستایل شوې ده، خو درنښت، اعتماد او همدردي په هماغه اندازه ارزښت لري.
۱۰ ـــ ژوند اوږد دی، که چېرې له خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه واخلئ، نو هر کار چې وغواړئ، ترسره کولای یې شئ.