ژباړه: عطا محمد میاخېل
که غواړئ، خپلې شخصي او مسلکې اړیکې روغې او سالمې وساتئ، نو هېڅکله له دې کلمو څخه ګټه مه اخلئ.
که غواړئ په دنده کې لوړتیا ترلاسه کړئ یا د معاش د لوړېدو له غوښتنې سره مو موافقه وشي، نو هېڅکله له دې جملو څخه، چې دا زما دنده نه ده یا هم زما د دندو په لایحه کې داسې کوم څه شتون نه لري، ګټه مه اخلئ. په کاري چاپېریال کې د منفي جملو او خبرو بیانول، تاسو هېڅ ځای ته نه شي رسولای.
هغه کارونه، چې ستاسو د دندو له لایحې څخه بهر دي، کولای شي ارزښتمن فرصتونه وي، چې د هغو له لارې رییس ته مو خپل نور مهارتونه ور ښکاره کړئ. دا ډول موقعیتونه حتا کولای شي، چې تاسو ته دا چانس درکړي، چې پر تاسو باندې مو د رییس باور لاپسې پیاوړی شي او په دې فکر کې شي، چې پتانشیل، وړتیا او ځواک مو له هغه څه څخه زیات دی، چې تر اوسه یې په اړه فکر کاوه.
حتا د (نه زه دا کار نه شم کولای) او ( زه وخت نه لرم ) په څېر جملې هم کولای شي، ستاسو د کاري وجدان منفي اړخ نندارې ته وړاندې کړي. که له دې څخه وېرېږئ، چې هغه کار به ترسره نه شئ کړای، کوم چې در سپارل شوی دی، یا وخت درسره کم وي، پرځای د دې، چې غوښتنه یا وړاندیز رد کړئ، نو وې منئ، له خپل رییس یا مدیر څخه وغواړئ، چې مرسته درسره وکړي، ترڅو د ترسره کولو لپاره یې یوه لاره پیدا کړئ.
همدا کوچني ګامونه، چې د مرستې او پرمختګ لپاره یې پورته کوئ، رییس ته مو دا ور ښکاره کوي، چې واقعاً د ټیم غړی یاست او د هر څیز په اړه په ( نه شم کولای ) او ( نه کېږي ) باندې بهانې نه کوئ.
خپلې خواښې او خُسر ته مه وایئ …..
ښایی اورېدلي مو وي، چې (میندې او پلرونه تر ټولو ښه پوهېږي)، له دې امله غوره ده، له دا ډول خبرو څخه لکه: (زه پوهېږم، چې لور/ زوی دې ډېر لټ/ لټه او د هېڅ کار نه دی/ نه ده) خپلې خواښې او خُسر ته د دا ډول خبرو له ویلو څخه په کلکه ډډه وکړئ. پلرونه او میندې، په ځانګړې توګه میندې له خپلو اولادونو سره تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پیوند لري او له خپل اولاد سره د مور مینه بې سارې ده. که هڅه وکړئ، چې یوې مور ته دا ثابته کړئ، چې له زوی سره یې ستاسو اړیکه، له خپل زوی سره د هغې د اړیکې په پرتله ښه او غوره ده، یوازې یې خواشینې کوئ او د خپل ځان په اړه د هغې د غوسې لامل ګرځئ.
خپل ماشوم ته مه وایئ …..
د ماشوم روزنې یو له اصولو څخه، چې تل یې باید په پام کې ولرئ دا دی، چې هېڅکله خپل ماشوم له نورو ماشومانو سره مه پرتله کوئ. د دا ډول څیزونو ویل، لکه: ( ولې نه شې کولای، چې د خپلې خور په څېر واوسې؟ ) ستاسو دا خبره د دې سبب ګرځي، چې ماشوم مو داسې احساس وکړي، چې کمزوری او نالایقه دی او په ځان باندې یې باور را کمېږي. پرتلنه د هر چا لپاره او په هر عمر کې ناسم کار دی. یوه بله تېروتنه، چې نباید د خپلو ماشومانو په اړه یې وکړئ، داده، که له کومې ستونزې سره لاس و ګرېوان شو او وې نه شو کولای، چې حل یې کړي، نو هغه ته مه وایئ: پرېږده، چې درسره مرسته وکړم.
که هغه ته ډېر ژر د مرستې کولو وړاندیز وکړئ، نو هغه ته له ځان سره تړاو ورکوئ او هغه به تل ستونزو ته د حل لارې د پیدا کولو لپاره، د نورو په تمه وي. ماشوم مو وهڅوئ، چې په خپله د حل لاره پیدا کړي او هڅه وکړي، چې په ځان باندې د باور کچه یې لوړه شي او هغه د خپلواک اوسېدو په لارو چارو باندې پوه کړئ. که داسې احساس کوئ، چې واقعاً ستاسو مرستې ته اړتیا لري، بیا هم په مستقیمه توګه د حل لاره مه ورښیئ، د بېلګې په توګه: کولای شئ دوې ټاکنې په مخکې ورته کېږډئ او له هغه څخه وغواړئ، چې یوه یې وټاکي.
د ژوند شریک ته مو مه وایئ …..
هېڅ څیز له دې څخه بد نه دی، چې خپلې مېرمنې یا خپل خاوند ته ووایئ: ( په خبرو دې باور نه شم کولای )، په ځانګړې توګه، دا چې ډاډ او باور د یوې روغې او سالمې اړیکې یوه له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي. دې ته ورته اصطلاحګانې د دې سبب ګرځي، چې داسې ښکاره شي، د خپل ژوند په شریک باندې تور لګوئ، چې همدا کولای شي، ستاسو په منځ کې د نفاق، شخړو او لانجو اور بل کړي.
د پورتنۍ جملې پرځای کولای شئ، خپل شک او تردید په نرمه او ملایمه توګه بیان کړئ. د بېلګې په توګه ووایئ د کومې پېښې په اړه، چې غږېږې، پرې باور کول راته لږ ستونزمن برېښي. یوه بله جمله، چې د ژوند د شریک په وړاندې د ممنوعه جملو له ډلې څخه شمېرل کېږي، داده: ( ته له بریده زیات حساس یې او بېځایه دې مسئلې ته ارزښت ورکوې ). دا ډول خبرې د دې سبب ګرځي، چې د ژوند شریک مو داسې احساس وکړي، چې ولولې، هیجانات او احساسات یې ستاسو لپاره ارزښت نه لري. په ډاډ سره ویلی شم، ستاسو خوښېږي، چې د ژوند شریک مو آرامه او هوسا وي، له وېرې، قضاوت کولو او ملنډې وهلو پرته، تاسو ته د خپل زړه خبرې وکړي.
دوست ته مه وایئ …..
که صمیمي دوست مو تازه په مینه کې ماتې خوړلې ده، یا خپلې اړیکې ته یې د پای ټکی ایښی دی، نباید هغه ته ووایئ: ( نباید خواشینی واوسې، لا هم فرصت لرې ) ستاسو دا خبره برعکس مانا ورکوي او هغه ډېر وخت نه لري او تل باید د یوې مینې او نوې اړیکې د فرصت د پیدا کولو په لټه کې وي او له دې څخه پرته ژوند پرمخ نه ځي، په ژوند کې له یوه مناسب فرد سره د آشنا کېدو لپاره، هېڅ ضرب الاجل شتون نه لري، نو که حتا بده موخه نه لرئ، په خپل دوست باندې دا ډول فشار مه راوړئ.
خپل روغتیا پال (ډاکټر ) ته دا مه وایئ …..
هو ستاسو مور کولای شي پوه شي، چې څه وخت دروغ ووایي، خو ډاکټر مو ښایي دا ډول مهارت ونه لري! که د روغتیا پال دنده مو دا وي، چې په ښه توګه ستاسو درملنه وکړي او غوره درمل درکړي، ترڅو ژر تر ژره ښه شئ، ستاسو دنده داده، چې د روغتیا پال لارښوونو ته مو د عمل جامه ور واغوندئ او که داسې مو ونه کړل او د بېلګې په توګه: د ساه ایستنې ( تنفسي ) ستونزو سره لاس و ګرېوان شوئ، خپل روغتیا پال ته دروغ ویل او د دې موضوع پټول، چې د هغه له لارښوونې سره مو سم درمل نه دي خوړلي، دا ځواک لري، چې روغتیا مو له ګواښ سره مخ کړي، که چېرې د خپلو درملو په سمه کارونه او یا د خپلې درملنې په بهیر کې له خپل روغتیا پال سره رښتیني ونه اوسئ، نباید تمه ولرئ، چې د درملنې پروسه مو ښه پرمخ لاړه شي.
خپلې خور یا ورور ته مه وایئ …..
تاسو نباید خپلې خور یا ورور ته ووایئ: ( ولې په ما باندې دومره پام کوې؟ )، ځکه ستاسو دا خبره کولای شي، نا مناسبه او بده ښکاره شي. د خور یا ورور مو ذاتاً خوښېږي، چې په تاسو باندې پام وکړي او دغه راز له تاسو څخه ساتنه وکړي، ځکه ستاسو لپاره غوره څیزونه غواړي، تاسو باید د هغه ملاتړ او ساتنې لپاره، چې ورور یا خور مو له تاسو څخه کوي، ترې مننه وکړئ، نه دا چې دفاعي حالت غوره کړئ او اعتراض وکړئ.
هو دا سمه ده، چې نور تاسو ستر شوي یاست او خپلواک یئ، هر کار مو چې خوښېږي، نو ترسره یې کړئ، خو هېڅکله دا تېروتنه مه کوئ، چې د خپلې خور یا ورور زړه مات کړئ. خویندې او وروڼه تل له یو بل سره مینه لري او له یو بل څخه ملاتړ کوي.
د خپل ماشوم ښوونکي ته مه وایئ …..
ډېرې خبرې دي، چې نباید د خپل ماشوم په وړاندې یې ووایئ، د هغه په ښوونکي پسې بدې خبرې کول او دغه راز پرې نیوکه کول، دا د ممنوعه جملو له ډلې څخه دي. که د ماشوم په وړاندې مو د هغه په ښوونکي باندې نیوکه وکړئ، د یوې بېلګې په توګه، خپل ماشوم ته دا اجازه ورکوئ، چې له خپل ښوونکي سره بې احترامي او بې ادبي وکړي. سره بېره پر دې د خپل ماشوم ښوونکي ته مه وایئ: ( ته په دې باندې نه پوهېږې، چې څه وکړې ) ښوونکي په دې باندې پوهېږي، چې څنګه ټولګی اداره او مطالب تدریس کړي.
خو رښتیا دا دي، چې د ماشومانو اداره کول، کوم آسانه کار نه دی، کېدای شي داسې وخت راشي، چې کابو د ټولکي کنټرول له لاسه ووځي. مخکې تر دې، چې د خپل ماشوم په ښوونکي باندې تور ولګوئ، دا په یاد ولرئ، چې باید په هر ډول شرایطو کې د ښوونکي احترام او درنښت وساتل شي.
د خپل موټر مسټري ته مه وایئ …..
د هېڅ مسټري نه خوښېږي، چې دا جمله واوري: ( زه په خپله پوهېږم، چې ستونزه څه ده، ته یوازې هماغه کار وکړه، کوم چې زه یې درته وایم ) تاسو په دې خبرې سره د مسټري پوهه او وړتیا تر پوښتنې لاندې راولئ.
کله چې موټر مو مسټري ته ورولئ، هغه ستاسو ټولو خبرو ته په ښه توګه غوږ نیسي، ځکه چې تاسو موټر چلوونکی یاست، ترڅو وپوهېږي، چې ستاسو د موټر کړنې او فعالیت څنګه دی، خو ډېر نور څیزونه هم شتون لري، چې باید وازمایل شي. د موټرو ډېری مسټریان وایي: په ډېری مواردو کې موټر چلوونکي داسې فکر کوي، چې په خپله پوهېږي، چې ستونزه څه ده، خو موږ باید هغوی ته توضیحات ورکړو، چې تېروتنه کوي.
خپل مور او پلار ته مه وایئ …..
کرکه یانې بېزاري، دا دواړه کلمې ډېر زیات منفي اغېز لري، تاسو د (له تا څخه کرکه لرم) په ویلو سره، هغه انسانان، چې تر ټولو زیاته مینه ورسره لرئ، ځوروئ او خواشیني کوئ، حتا د یوې لانجې په بدو او تودو شېبو کې هم خپلو خبرو ته پام وکړئ او هېڅکله هغه څه په خوله مه راوړئ، چې وروسته پرې پښېمانه شئ.
هر کله، چې ډېر زیات غوسه شوئ، څو ګامه لرې شئ، خپل غاښونه وچیچئ او یوه ژور ساه وباسئ او هڅه وکړئ، بحث ته له دوام ورکولو مخکې، خپل کنټرول تر لاسه کړئ. ( له تا څخه کرکه لرم ) یوه له هغو جملو څخه ده، چې هېڅکله نباید مور او پلار یا د کورنۍ کوم غړي ته یې ووایئ.