ژباړه: محمد عزيز پردېس
په خپلو ورځينيو کارونو کې مو ډوب شوي ياست؟ کورنۍ مو کورنيو چارو ته ستاسو له نه پاملرنې څخه شکايت کوي؟ هېڅ د تشويش وړ خبره نه ده.
کاريګر خلک معمولا ستړی ژوند لري. خو د کار او شخصي ژوند ترمنځ بايد د تعادل په راوستلو سره خپلو کارونو ته منظمه برنامه رامنځ ته کړئ. لاندې ليکنه د هغو موضوعاتو په اړه برابره شوې چې د کاري ورځې په پای کې به ستاسو د کړنې او چلند د ښه والي لامل شي:
۱- خپل ټيم سره همغږي اوسئ.
د ۵ دقيقو لپاره مو د خپل ټيم د غړو سره خبرې وکړئ او د هغه وخت مهمو مواردو باندې غور او بحث وکړئ. که د غير منتظره پېښو او ستونزو سره مخ شوي ياست، هغوی ته اطمينان ورکړئ چې له دوی به ملاتړ کوئ او د ستونزو په حلولو کې به ورسره مرسته کوئ.
۲- د راتلونکې ورځې لومړيتوبونه مرتب او بيان کړئ
د راتلونکې ورځې کارونه په ترتيب سره اولویت بندي کړئ، خپل ځان ته مو ۵ دقيقې فرصت ورکړئ او ياداشت يې کړئ. د کارونو په اولويت بندۍ سره کولی شئ چې په چټکۍ او پرته له کوم مشکله ټول کارونه ترسره کړئ.
۳- خپل اري وخت مو چک کړئ
د خپلې راتلونکې ورځې اړيکې او ليدنې لېست مو مرور کړئ او چمتووالی ورته ونيسئ. يوې جلسې ته نه چمتووالی او له ياده ويستل يې ترټولو بد کار دی.
۴- خپل کاري مېز مو پاک او منظم کړئ
ښايي دا کار ستاسو له انده ډېره ساده وي؛ خو يو نامنظمه مېز اصلا په ظاهري بڼه ښه نه ښکاري. د کار ځای مو چې پاک او منظم وي نو ذهن به مو ورسره آرامه وي.
د کاري ورځې په پای کې مو يوازې ۱۵ دقيقې د پورته کارونو د ترسره کولو لپاره ځانګړې کړئ. د کارونو د ښه ترسره کولو څخه مو اطمينان ترلاسه کړئ، د راتلونکې ورځې کارونه مو اولويت بندي کړئ او کاري ځای مو مرتب کړئ.
د پای خبره
د پورتنيو ټکو په عملي کولو سره د راتلونکې ورځې سهار ته به د کارونو لپاره مشخصه برنامه ولرئ او پرته د وخت تېرولو څخه به ټولو کارونو ته ورسېږئ، د هر څه لپاره به چمتو ياست او حوصله به مو ډېره وي.