نن د پنجاب او کلکتې ترمنځ مهمه لوبه ترسره کېږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

خبريال: مدثر دعوت
په ای پي ايل ليګ کې نن ماښام ۰۶:۳۰ بجې کلکته او پنجاب سره مخ کېږي.
تر دې مهاله ممبی ، ډهلي او بنګلور په ۱۱ لوبو کې ۷ ګټلې او ۱۴ نومرې لرې،کلکتې په ۱۱ لوبو کې ۶ ګټلي او ۱۲ نومرې لري، پنجاب په ۱۱ لوبو کې ۵ ګټلي او ۱۰ نومرې لري، راجستان په ۱۲ لوبو کې ۵ ګټلي او ۱۰ نومرې لري،حيدراباد بيا په ۱۱ لوبو کې ۴ ګټلي او ۸ نومرې لري،خو چنای بيا په ۱۲ لوبو کې ۴ ګټلې ۴ نومرې لري او وروستۍ لوبه يې د کلکتې سره پاته ده چې دا لوبډله د مخته تګ هيڅ چانس نلري.

د نن لوبه د کلکتې او پنجاب لوبډلو لپاره خورا مهمي دي، ځکه تر ډېره د دواړو لوبډلو برخليک پکښې ټاکل کېږي.
که نن شپه کلکته نائټ رايډرز لوبډله پنجاب ته ماته ورکړي نو دا به يې په روان پړاو ای پي ايل کې په ۱۲ لوبو کې ۷مه بريا وي، نومرې به يې ۱۴ ته رسېږي او خپل شتون به په ۴ غورو لوبډلو کې يقيني او پخوي.
خو که چېرې کلکته ماته وخوري د ۳ نورو لوبډلو( پنجاب، حيدر اباد،راجستان) چانس ورسره ډېرېږي.
ځکه د کلکتې په ماتې سره ددې لوبډلې نومرې ۱۲ پاتېږي او د پنجاب لوبډلې نومرې هم ۱۲ ته پورته کېږي او وروسته د دواړو لوبډلو يوه يوه بله لوبه پاتېږي،که هغه وروستۍ لوبې دواړو لوبډلو وګټلې نو بيابه نيټ رېټ ته حساب کېږي.
که پنجاب د نن لوبه وګټي او وروستۍ لوبه وبايلي په هغه صورت کې چې کلکته هم خپله وروستۍ لوبه د چينای په وړاندې وبايلي او حيدر اباد خپلې راتلونکې دواړې لوبې وګټې،او راجستان هم خپله پاته يوه لوبه وګټي نو بيا به دا څلور لوبډلې په نيټ رېټ کې خپل بخت ازمايي .
د پنجاب،حيدر اباد او راجستان لوبډلې د کلکتې په ماتې سره د مخته تګ چانس لري، خو که نن کلکته لوبه وګټي د نوملړ وروستۍ لوبډلې غوره څلور لوبډلو ته د تللو هيڅ چانس نلري.