د کرکټ نړۍ ته مخکې داسې توپ وهونکي راغلي، چې د خپل عمر په شپاړسم کال کې یې په یو ورځنیو لوبو کې نیمه سلیزې جوړې کړي دي؛ خو دا نیمه سلیزې بیا په لوبلړیو کې جوړې شوي؛ نه په نړیوال جام کې؛ خو افغان لوبغاړي بیا د نورو لوبغاړو اپوټه په نړیوال جام کې پنځوس جمعه یا له پنځوسو زیاتې منډې وکړې او ریکارډ کې یې ځان ثبت کړ.
د نېپال روهېټ پادِل په ۱۶ کلنۍ کې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې نیمه سلیزه وهلې وه.
شاهد افریدي په ۱۶ کلنۍ کې د سریلانکا خلاف په ۳۷ توپونو سلیزه وهلې وه او سچېن ټېنډولکر بیا په ټېسټ لوبه کې په ۱۶ کلنۍ کې نیمه سلیزه وهلې وه.
افریقايي جوهماري لاګټېن بورګ بیا ۱۴ کلنۍ کې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو نیمه سلیزې وهلي دي.
افغان وېکټ ساتونکی توپ وهونکی اکرام علي خېل او د نیمه سلیزې ریکارډ
اکرام علي خېل چې اتلس کاله عمر لري، په نړیوال جام کې یې د کم عمره لوبغاړي په توګه د نیمه سلیزې ریکارډ جوړ کړ.
تر دې دمه د کرکټ په دومره کم عمر کې چا د نړیوال جام نیمه سلیزه نه ده وهلې؛ دی لومړنی لوبغاړی او لومړنی افغان شو، چې پنځوس جمعه منډې جوړوي.
د نړۍ په کچه پنځم او د افغانستان په کچه اول کم عمره توپ وهونکی شو، چې په نړیوال جام او یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د نیمه سلیزې څخه د بره منډو ریکارډ یې جوړ کړ.
علي خېل د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۴ مه نېټه د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام په ۴۲ مه لوبه کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۹۳ توپونو ۸۶ منډې وکړې او د کرېس ګېل په توپ ایل بي ډبلیو شو.
هغه له رحمت شاه زرمتي سره له سلو (۱۰۰) منډو بره ملګرتیا وکړه.
د علي خېل د ځلېدو علت
علي خېل چې د افغانستان په انډرناینټين لوبډله کې د ټاپ ارډر یا هم اوپنر او ون ډاون لوبغاړي په توګه لوبېده؛ نو خورا ښه ځلېده.
دلته په نړیوال جام کې هغه په اتم نمبر توپ وهنې ته راته؛ نو څرنګه چې هغه یو هېټر نه بلکې تخنیکي لوبغاړی دی؛ نو په اتم پوزېشن ښه نه ځلېده.
اوس یې چې پوزېشن یا د توپ وهنې ځای بدل شو او خپل اصلي ځای کې توپ وهنې ته راغی؛ نو د ویسټ انډیز خلاف خورا ښه وځلېد.
د اکرام علي خېل لپاره په راتلونکو لوبو کې همدا پوزېشن بیخي مناسب دی او د ویسټ انډیز خلاف یې د ځلیدلو راز هم د توپ وهنې د ځای په بدلېدو کې و.
د لوبې د بایللو راز
افغان لوبډلې ځکه لوبه وبایلله، چې یو لړ تېروتنې وشوې؛ ناسمه ډګره ساتنه، له راشدخان څخه په لومړیو کې د شی هوپ کېچ ډراپ شو، هوپ ۷۷ منډې وکړې، ویسټ انډیز یې له ستونزې راوویست او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم واخېسته.
ګلبدین نایب وروستي توپ باندې کېچ مېس کړ او څلوریزه یې هم ورکړه، په کوم ځای کې چې ګلبدین نایب یا افغان لوبډلمشر ډګرساتنې ته ولاړ په همغه ځای کې د ویسټ انډيز لوبډلمشر جېسن هولډر د افغانستان د توپ وهنې په پاڼۍ کې فیلډینګ ته ودرېد د اصغر افغان شپږیزه یې کېچ کړه او د راشدخان شپږیزه توپ یې هم کېچ کړ، د فیلډینګ توپیر دلته درک کړئ.
زمونږ دوه شپږیزې د ښه فیلډينګ له امله په وېکټو بدلې شوې او د هغوی وېکټ د افغان لوبغاړي د ناسمې ډګر ساتنې له امله په څلوریزه واوښته؛ که دا حال وي ماته نه بلکې ماتې مو حتمي دي.
د توپ وهنې په برخه کې پيل زمونږ ښه نه و، ورپسې په منځنۍ برخه کې د علي خېل، محمدنبي او نجیب الله وېکټو ژر، ژر غورځېدو مونږ ته په نړیوال جام کې ۹ مه ماته را په نصیب کړه او له دې نړیوال جام څخه له بریا پرته رارخصت شو.
که افغان لوبډله او د کرکټ بورډ ځېنې غړي یې بې اتفاقي لرې نه کړي؛ نو لوبډله به لا مخ په ځوړ ولاړه شي.
افغان لوبغاړي باید دا ځېنې تېروتنې اصلاح کړي، بیا نو د نړۍ سترې لوبډلې ماتولی شي.
په هر حال د ناسمې رهبرۍ په نشتون کې مونږ لوبې وبایللې؛ خو ځېنې لوبې مو ډېرې ښې وکړې، چې دا ښې لوبې کول بیا هم افغانانو ته د مثبتو هیلو زېګنال یا اشاره ورکولای شي.