د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړې چې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو نړیوالو جامونو کې به له ۲۰۲۴ څخه د قهرمانۍ جام لوبو لوبډلې ۱۴ ته پورته شي او د نړیوالو شل اوریزو جامونو لوبډلې به شلو ته پورته شي، چې په دې سره به چمپیئن ټرافي کې افغانستان ته هم د لوبېدو چانس په لاس ورشي.
له دې وړاندې به په قهرمانۍ جام لوبو کې ټاپ اته یا نهه لوبډلې لوبېدلې.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې د نارینه وو پنځوس اوریز جامونه به په هرو دوو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي، مخکې دا جامونه په څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کېدل.
همدارنګه شل اوریز جام به هم هرو دوو کالونو کې یو ځل ترسره کېږي او ورسره به د ټېسټ لوبو قهرمانۍ جام پایلوبه هم هرو دوو کالونو کې کېږي.
مخکې د شلو اوریز جامونو د ترتیب په اړه ویل شوي وو، چې هر کال به یو جام ترسره کېږي؛ خو د ۲۰۱۶ کال راهیسې د ستونزو له امله نه دي ترسره شوي.
چې په ۲۰۰۹ کې په انګلستان کې او په ۲۰۱۰ کې په ویسټ اندیز کې ترسره شوي وو.
د ټېسټ قهرمانۍ پایلوبه سږ کال د نیوزیلېنډ او هندوستان ترمنځ د اګسټ په ۱۸ مه په انګلستان کې کېږي.
په ۲۰۲۵ کې، په ۲۰۲۷ کې ، په ۲۰۲۹ کې او په ۲۰۳۱ کې به نړیوال پنځوس اوریز جامونه ترسره کېږي.
او د ښځينه نړیوال پنځوس اوریز جامونه به هر کال ترسره کېږي او دا پروسه به له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۳۱ پورې دوام ولري.
د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام به د هند پر ځای په عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.
د آیپياېل پاتې لوبې به هم په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي.
د شل اوریزو جامونو لوبډلې به په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې شلو لوبډلو ته زیاتې شي، له دې وړاندې په شل اوریزو جامونو کې ۱۶ لوبډلې شاملې وې.
په یو ورځني نړیوال جام کې به شپږ غوره لوبډلې دویم پړاو ته ځي او په شل اوریزو لوبو کې بیا اته غوره لوبډلې سوپر ایټ یا غوره اته لوبډلو پړاو ته داخلېږي.
د نړیوال جام ۱۴ لوبډلې به په دوو ګروپونو کې لوبېږي، چې ۶ غوره به یې دویم پړاو ته لاره مومي.
کوم اصول چې د سه شنبې په ورځ د جون په دویمه د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړي، په ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ نړیوالو یو ورځنیو او شل اوریزو جامونو اصولو باندې اغېز نه لري، ځکه دا ټول اصول له ۲۰۲۴ څخه وروسته پلي کېږي.
۲۰۲۴ کې نړیوال جامونه
دې کال کې د نارینه وو شل اوریز جام، د ښځينه وو شل اوریز جام او د نولس کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو پنځوس اوریز جامونه ترسره کېږي.
۲۰۲۵ کې د ټېسټ قهرمانۍ جام پایلوبه کېږي، د نارینه وو یو ورځنیو لوبو قهرمانۍ جام، د ښځينه وو پنځوس اوریز جام او د ښځينه وو د نولس کلنو نړیوال شل اوریز جام ترسره کېږي.
۲۰۲۶ کې د نارینه وو شل اوریز، د ښځینه وو شل اوریز او د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام ترسره کېږي.
۲۰۲۷ کې د ټېسټ قهرمانۍ جام پایلوبه، د نارینه وو نړیوال پنځوس اوریز جام، د ښځینه وو شل اوریز قهرمانۍ جام او د ښځينه وو د نولس کلنو شل اوریز جام مهالوېش شوي دي.
۲۰۲۸ کې د نارینه وو شل اوریز جام، د ښځينه وو شل اوریز جام، د نارینه وو نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام.
۲۰۲۹ کې د ټېسټ قهرمانۍ جام پایلوبه، د نارینه وو قهرمانۍ جام ټورنمنټ، د ښځینه وو پنځوس اوریز نړیوال جام او د نولس کلنو ښځينه وو نړیوال شل اوریز جام به ترسره کېږي.
۲۰۳۰ کې به د نارینه وو او ښځينه وو شل اوریزجامونه او د نولس کلنو نارینه وو پنځوس اوریز جام او ۲۰۳۱ کې به د ټېسټ قهرمانۍ پایلوبه، د نارینه وو نړیوال پنځوس اوریز جام، د ښځينه وو شل اوریزو قهرمانۍ جام لوبې او د نولس کلنو ښځينه وو شل اوریز جامونه ترسره شي.
یعنې د نارینه وو نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جامونه هم اوس په هرو دوو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.