د ای سي سي نړیوالي ټسټ اتلولۍ وپيژنئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه : عبدالله عادل
ای سي سي نړیوالي ټسټ اتلولۍ څه دي؟
د ای سي سي ټسټ نړیوالي اتلولۍ د ۲۰۱۹ کال د راتلونکي اګسټ میاشتي پر لومړۍ نېټه پیلیږي چي پر مهال به یې نهه لوبډلي ۷۲ ټسټ لوبي په ۲۷ سریزونو کي د دوو کلنو په جریان کي ترسره کړي.
په دا اتلولیو کي د ټسټ نهه مخکښي لوبډلي ځای لري چي هره لوبډله به یې درې کورني او درې له کور دباندي سریزونه ولري  ، په پای کي دوه مخکښه لوبډلي د ۲۰۲۱ کال په جون کي یو د بل په وړاندي پایلوبه ترسره کوي او ګټونکي لوبډله به د ټسټ سېالیو اتلولي خپله کړي.
د ټسټ د یادو اتلولیو هدف څه دی ؟
د ټسټ ددغو اتلولیو څخه هدف د دوه اړخیزو ټسټ سېالیو لپاره د شرایط معرفي کول یادیږي. هره لوبه په سریز کي ځانته نمري یا پواینټونه لري همدا راز ددې سېالیو څخه یو هدف د لوبغاړو پر ځان ډاډمن کول ښودل سوي چي په یادو سېالیو کي لوبغاړي ښه روزل کیږي تر څو با حوصله سي او ټسټ کي چي یوه اوږده لوبه ده ډېر څه زده کړي.
یادو سېالیو ته لوبډلي څه ډول انتخاب سوې؟
د کرکټ نړیوالي شورا په درجه بندۍ کي مخکښه نهه لوبډلي د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر ۳۱مه یادو سېالیو ته لار پیدا کړه. اسټرالیا ، بنګلدېش ، انګلنډ ، انډیا ، نیوزیلانډ ، پاکستان ، جنوبي افریقا ، سریلانکا او ویسټ انډیز هغه لوبډلي دي چي د ټسټ سېالیو د اتلولۍ لپاره به یو د بل په وړاندي ولوبیږي.
35643.jpg
دا سېالۍ چیري او څه وخت ترسره کیږي؟
د روان کال د اګسټ څخه یادي سېالۍ پیلیږي او د دوو کلنو په موده کي پای ته رسیږي.
دا به د دوه اړخیزه لوبلړۍ په ډول ترسره سي چي د نهو لوبډلو اتله لوبډله به تر ۷۲ لوبو وروسته مشخصه سي.
د یادو سېالیو د لیګ بڼه څه ډول ده؟
له نهو لوبډلو څخه هره لوبډله درې لوبي په کوردننه او درې تر کوردباندي ترسره کوي او هر سریز کي باید لږ تر لږه دوې لوبي ترسره سي.
د لوبو تر سره کولو وختونه کوم دي؟
هره لوبه به پنځه ورځنۍ وي او داسي لوبي هم پکښي شاملي دي چي نیمی د ورځي او نیمی یې د شپې په جریان کي ترسره کیږي چي د کرکټ په اصطلاح کي ورته ډې نایټ وايي.
22_gabbasquad.jpg
لوبډلو ته د نمرو د ورکړي سیسټم څه ډول دی؟
هره لوبډله شپږ لوبلړۍ (سریز) ترسره کوي او هر سریز به ۱۲۰ نمرې ولري او د نمرو د ورکړي لپاره د لوبلړۍ د لوبو شمېر ته کتل کیږي مثلاً که لوبلړۍ کي دوې لوبي شاملي وي هره لوبه باندي ۶۰ نمرې دي او که لوبلړۍ کي ۳ لوبي شاملي وي پر هره لوبه ۴۰ نمري ورکول کیږي او که لوبه مساوي کیږي دواړو لوبډلو ته به ۵۰٪ سلنه نمرې ورکول کیږي .
ایا دا سېالۍ یو پړاو لري؟
نه د یادو سېالیو لومړۍ پړاو د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه پيل د ۲۰۲۱ کال د مارچ تر ۳۱مي پوري دوام کوي او دوهم پړاو به یې د ۲۰۲۱کال د جون میاشتي څخه پيل او د ۲۰۲۳ کال د اپرېل میاشتي تر ۳۰ مي دوام کوي.
د لوبو خپرولو دنده د چا ده؟
د یادو سېالیو خپرول د کوربه لوبډلي په غاړه دي هغوی باید د یادو سېالیو د خپرولو لپاره کار وکړي .
یادونه : په یادو سېالیو کي افغانستان ایرلینډ او زیمبابوی نه لوبیږي.