
د افغانستان د جوجیتسو تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري د جوجیتسو په نړیواله درجه بندي کې سږنی کال هم په لومړي مقام کې راغلی.
د راپورونو له مخې د جوجیتسو نړیوال فدراسیون د جوجیتسو لوبغاړو ترمنځ نړیواله درجه بندي خپره کړه، چې پکښې افغان لوبغاړی حسین بخش صفري یو ځلې بیا لومړی ځای خپل کړی.
د جوجیتسو یاد نړیوال فدراسیون د فول کانتکت په رشته کې د ازادې مبارزې افغان لوبغاړې ته ۲۰۰ نمرې ورکړې.
ښاغلي صفري د جوجیتسو په تیرو اسیايي سیالیو کې، چې د مغولستان هیواد په کوربتوب ترسره شوې، د جوجیتسو لوبو په فول کانتکت رشته کې د سرو زرو مډال وګاټه.
صفري نن سې شنبه پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې یو ځلې بیا په لومړي مقام ګټلو سره خوښې څرګنده کړې ده.
هغه لیکلي:
«خوشحاله یم او افتخار کوم، چې د جوجیتسو نړیوال فدراسیون له لوري په خپره شوې درجه بندي کې یو ځلې بیا ما لومړی مقام خپل کړی دی.»
حسین بخش صفري په تېر ۲۰۱۹م کال کې هم د جوجیتسو نړیوال فدراسیون له لورې په خپره شوې درجه بندي کې لومړی مقام خپل کړی وو.