ژباړه: نوراحمد فضلي
موږ په دې ليکنه کي هڅه کړې ده چي په زیاترو کسانو کي یو شمېر ورته عادتونه ستاسي له پاره راټول کړو، ترڅو د هغو په ویلو سره وپوهېږئ چي دا سلوک یوازي ستاسي د ژوند په ملګري پوري خاص نه دی او د ډیرو نارینه وو/ خاوندانو په رفتار کي ليدل کېږي. پام مو وي، چي هیڅ انسان بشپړ نه دی.
ځیرکي او هوښياري مېرمني پوهېږي چي ځیني وختونه باید د خپل ژوند د شریک پر ځینو بدو عادتونو باندي پرده واچوي او سترګي پر پټي کړي او که د ژوند له ملګري څخه یې داسي کوم سلوک وویني چي په رښتیا هم ځوروونکی وي، د خبرو له لاري هغه حلوي. خو که په رښتیا هم خپل د ژوند ملګری/ملګرې درته ګران وي، پر هغه د نقد کولو او د هغه/هغې د توهين او رټلو څخه پرهېز وکړئ. دا به ستاسي سره د یوې مستحکمي اړیکي په جوړولو او ساتلو کي مرسته وکړي. که غواړئ چي یوه ښه او تلپاتې اړيکه ولرئ، نو خپل صبر او پوهه زیاته کړئ.
په کمپيوټري ګېمونو روږدېدل
نه پوهېږم چي ولي خو نن ورځ اکثره نارينه د نوو تنکي ځوانانو خواص لري. دوی به په ساعتونو د کمپيوټر مخ ته ناست او ځانونه به یې په کمپيوټري ګېمو اخته کړي وي – داسي رفتار به کوي چي د کورنۍ د ټولو غړیو د آزار سبب به کېږي. زما په نظر خو دا ډول کسان په خپله مجازي نړۍ کي ژوند کوي. آیا تر اوسه مو پر دې فکر کړی چي ولي دا خلک تر یوې سختي کاري ورځي وروسته، کمپيوټري لوبو ته پناه وړي؟ په دې اړه زما یو دوست راته وویل:” ګېم سټریس او فشار لېري کوي “. خو متاسفانه چي دوئیلا هم دا نه ده درک کړې چي همدې کار سپين ږیري کړي دي.
که غواړئ چي د ژوند د ملګري دا عادت مو ونه زهیروي او ورڅخه خلاص سئ، کوشش وکړئ چي په خورا بهترین روش د هغه حواس پر ځای کړئ څو له خپلي مجازي نړۍ را بهر سي. د مثال په توګه: ګډ تمرین ترسره کړئ یا د هغه د خوښي وړ فعالیت باندي تمرکز وکړئ.
د دروني احساساتو پټول
د ښځو برعکس، د نارينه وو له پاره د خپلو دروني احساساتو بیانول و څرګندول ستونزمن دي. دوی د خپل غم او درد لېري کولو له پاره په داسي چا پسي نه ګرځي چي دوی ورسره وژاړي او نه هیڅکله د خپل زړه رازونه نورو ته افشاء کوي. متاسفانه دوی داسي فکر کوي چي د احساساتو بیانول و څرګندول د ضعف او کمزورۍ ټکی دی او له بله اړخه په دې باور هم دي چي پټول یې د ځان د حفاظت او له ستونزو څخه د اجتناب په موخه بهترینه لاره ده دا په داسي حال کي ده چي د ښځو له پاره دا خورا ځوروونکی چلند دی ولي چي هغوی له دې څخه هیڅ درک او فهم نه لري.
دا ثابته سوې ده چي ښځي د نارينه وو په پرتله اوږد ژوند کوي دا ځکه چي خپل منفي او مثبت احساسات څرګندوي. د ژوند ملګري ته مو ووایاست چي د احساساتو پټول یې کولای سي چي د ذهن او بدن د سلامتیا له پاره مضر اوسي په داسي حال کي چي بیانول یې خورا قانع کوونکي او ښه دي.
هره ورځ یوه هماغه یوه دوی معمولي جوړې کالي اغوستل
نارينه خورا عجیب و غریب دي او باید اعتراف وکړم چي سودا کول یې د خوښي وړ عاداتو کي نه ځاېيږي. دوی د دې سره علاقمند نه دي چي هره ورځ دي یوه نوې جوړه کالي واغوندي ولي دوی په دې باور دي چي یوه جوړه چمپلان، دوې جوړې کالي او یو څو دانې بنینونه ددې له پاره چي ښایسته مالوم سي؛ کافی دي. خو ښځي د دوی برعکس عمل کوي. د ښځو خوښېږي چي د خپل ژوند ملګري قانع کړي چي سودا کول خورا خوند بخښونکي دي.
یوازینۍ لاره دا ده چي تاسي (ښځي) خپله د خپل ژوند ملګري له پاره د کالو یا جامو رانيولو اقدام وکړئ. یوازي په دې رقم مو د ژوند ملګري د یوې معمولي جوړې اغوستلو څخه لاس اخلي.
بې پروايي
بې پروايي د نارينه وو یو له خورا زیات ځوروونکو عاداتو څخه دی. څېړنو ښودلې ده چي زیات د نارینه د هېري په مریضۍ اخته دي. داسي مالومېږي چي نه سي کولای هر هغه څه چي ښځو ته زیات اهمیت لري لکه: زېږېدکلیزه، د واده کليزه او نور په یاد ولري. البته دلته ښځي باید پوه سي چي بېلابېل لاملونه دي لکه: ستړيا، سټریس، د کار فشار او عصبانیت چي د نارينه وو پر دماغو او حافظو منفي تاثیر شیندي. هوښياري ښځي په داسي وخت کي، وار دمخه د خپل ژوند ملګري خبروي. دوئ باید پوه سي چي دا چلند ئې د بې تفاوتۍ یا بې پروايۍ نښه نه ده بلکي د نارينه وو د طبیعت څخه سرچينه اخلي.
نارينه په دې باور دي چي ښځي ښې چلوونکي نه دي
متاسفانه چي ټول نارينه په دې باور دي چي د ښځو موټر چلول خطرناک دي. یو وار ما د خپل ژوند له ملګري د دې طرز تفکر پوښتنه وکړه او هغه راته وویل:” حتا مخکي تر دې چي نارينه دې پایلي ته ورسېږي، پوهانو موندلې ده چي باید د ښځو د موټروانۍ پر مهال پر هغوی ډېر پام وکړو. “ خو زه په رښتیا ددې جملې سره مخالفه یم. زما په نظر يوه ښځه د نارينه په اندازه کولای سي چي يوه ښه چلوونکې اوسي خو نارينه همېشه کوشش کوي دا ثابته کړي چي د ټولو ټکرونو سبب، ښځي دي. په حقيقت کي همدا ښځي دي چي کولای سي حتا په ډېرو خرابو شرایطو کي له تصادف او ټکرونو څخه مخنیوی وکړي.