ژباړه: مریم محمدي
دلته د څو هغو ټکو یادونه کوو چې اکثره یې په ټولنیز ژوند کې درک کوو او ورسره مخ کیږو، خو په هر حال دا عمومي خبرې دي، ممکن ځینو سره یو شمیر خلک موافق نه وي:
۱- ښځې د نارینو په نسبت دوه برابره په بدن کې درد لري، خو په ورته وخت کې له نارینو دوه برابره د درد د زغملو وړتیا هم لري.
۲- که چيرې یوې ښځې یو راز ۲۴ ساعته او ۱۵ دقیقې په زړه کې پټ وساتو، بیا یې په ټول عمر کې چاته نه وايي.
۳- کله چې انسان خوشاله وي، کم خوب ته اړتیا لري.
۴- ځیني خلک سفر کوي خو له ګټې خبر نه وي، سفر کول د روغتیا لامل کېږي، همدارنګه د زړه حملې او ژور خپګان په کموالي کې مرسته کوي.
۵- که هر څومره هویښیار یاست، فکري کارونو ته مو ډېر پام کوئ، ځکه د فکر غلطي له جسمي یا فزیکي غلطیو ډېر زیان لري.
۶- له کومو کارونو چې ډېر ډاریږئ، که هغه ترسره کړئ لویې خوښۍ درکوي.
۷- هغه کسان چې زر د ګناه احساس کوي، هغوی تر نورو د مقابل لوري په درک کې چټک دي.
۸- انسانان د جالبو مسایلو د بیان په وخت ډېر جذاباتي معلومیږي.
۹- که چیرې د بېلابېلو فکرونو له امله شپې خوب نه درتلو، نو ښه ده چې له ځایه پورته شئ، ټولې اندېښنې مو په کاغذ ولیکئ، تر څو مغز د راختۍ حساس وکړي او تاسو په ارامه ویده شئ.
۱۰- هغه خلک چې ډېر شرمیږي، د ځان په اړه لږې خبرې کوي، مګر داسې رفتار یا کړنې تر سره کوي چې په اسانۍ سره نور خلک د هغوی په اړه ښه فکر کوي.
۱۱- د کورنې غړو ته د شپه پخیر او سهار پخیر ویل، تاسو خوښ او فعاله ساتي.
۱۲- هغه خلک چې نورو ته د ښو لارو لارښونه کوي، دوی په ژوند کې ډېرې ستونزې لیدلي، همدارنګه د ژوند نه یې ډېرې تجربې ترلاسه کړي.
۱۳- که د خپګان په وخت کې د خپل نږدې ملګرې/ ملګري لاس په لاس کې کلک ونیسئ نو درد مو کمیږي.
۱۴- مېرمنې هغه نارینه ډېر خوښوي، کوم چې بم یا دروند غږ ولري، چون دوی فکر کوي چې دا ډول نارینه په نفس ډېر بارو لري، او غښتلي خلک دي.
۱۵- هوښیار خلک د معمولي خلکو په نسبت کم ملګري لري، ځکه دوی په هر کار کې ډېرې پام کې کوي.
۱۶- له بهترین او ګران ملګري/ ملګرې سره واده کول ۷۰ فیصده د طلاق مخنیوی کوي همدارنګه دا اړیکه د عمر تر پایه په خوشالۍ مخته ځي.
۱۷- هغه ښځې چې د خپلو ملګرو په لیست کې د مېرمنو ترڅنګ نارینه هم لري، دوی تل خوشاله او مثبت حساس لري.
۱۸- له ۱۶ تر ۲۸ کلنې پورې کومې ملګرتیاوې یا دوستۍ چې کیږي، هغه دوامداره او نه هیریدونکي وي.
۱۹- کوم کسان چې تل په دې هڅه کې دي، ترڅو نور له ځانه راضي او خوشاله کړي، هغوی به یوه ورځ یوازې پاتې وي.
۲۰- د ډېر وخت لپاره یوازېتوب روغتیا ته مو د ۱۵ سګریټو په اندازه زیان لري.
سرچینه: روانشناسي برای همه